"د دودېزې جرګې ډېری ګډونوال کابل ته رسېدلي"

Image caption دودېزې لويې جرګې ته وربلل شوي شاوخوا ۲۰۰۰ کسان به په ۴۰ کاری کمېټو ووېشل شي.

د دودېزې لويې جرګې تنظيموونکي وايي په دغه جرګه کې د ګډون کوونکو د نوم ثبتولو لړۍ بشپړه شوې او په خبره يې ۱۹۰۰ استازي کابل ته رسېدلي دي.

دوی وايي د ګاونډيو هېوادونو په ګډون له بهرنيو هېوادونو نه د افغان کډوالو د استازو د ور رسېدلو بهير بشپړ شوی دی.

د جرګې تنظيموونکي وايي د ولسي جرګې يو شمېر غړو له دغې جرګې سره پرېکون کړی، خو زياتو يې په کې ګډون کړی د.

کابل ته د مشورتي لويې جرګې لپاره وربلل شوي شاوخوا ۲۰۰۰ کسان د جرګې د رسمي غونډې له پیله وړاندې په څلویښتو بیلا بیلو کاري کمیټو ویشل شوي.

د چهارشنبې په ورځ به تر پرانستونکې عمومي غونډې وروسته هره کاري کمیټه په جلا جلا ډول د اجندا پر دوو ټکو ياني له امریکا سره د ستراتیژیکې ملګرتیا او د سولې د میکانیزم پر څرنګوالي غور کوي.

تر دې وروسته به د دغو ۴۰ کاري کمیټو د پریکړو په رڼا کې د جرګې عمومي پریکړه اعلانیږي.

د جرګې سمبالوونکي د دې دلیل پر مخې ته شوې اجنډا د غور په چاره کې اسانتیا بولي.

چارواکي د دغه ویش یو بل دلیل دا هم بولي چې ښایي په عمومي غونډه کې ۲۰۰۰ کسانو ته د رایې د اظهار موقع نه وي خو په ۵۰ کسیزه کمیټه کې هر استازی په اسانۍ سره خپله رایه اظهارولی شي.

بل خوا کابل ته د جرګې رسیدلي استازي په زغرده له طالبانو سره د سولې د وړاندیز ملاتړ کوي، خو له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکې ملګرتیا د تړون په اړه لا هم شرطونه لري.

په دې کې لوی شرط د افغانستان د پولو خوندیتوب يادیږي.

اکثره ورغلي استازي وایي که په تړون کې د دغه شرط ضمانت وشي نو بیا یې په لاسلیک کې ستونزه نشته.

د ننګرهار د حصارک غلجایي ولسوالۍ استازی ډاکټر نعیم وایي ده ته په تیرو دوه ورځو کې معلومه شوې چې کابل ته راغلي اکثره استازي له افغانستان نه د امریکایانو له وتو ویره لري.

Image caption دغې جرګې د افغانستان د بېلا بېلو هېوادونو استازي ور بلل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې او کابل ته د بلل شوې مشورتي جرګې غړې حمیده احمدزۍ هم وایي که له امریکا سره په کیدونکي تړون کې د افغانستان د پولو د خوندیتوب ضمانت کیږي نو بیا خو دا ډول یو تړون اړتیا ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی او د دره نور ولسوالۍ استازی ضابط امیر محمد دره نوری هم همدغه شرط ياني د ګاونډیانو د مداخلو مخنیوی له امریکا سره د کیدونکي تړون مهم شرط بولي.

خو له کابل نه جرګې ته د مدني ټولنې ورغلې استازې انجینره فوزیه وایي د داسې یوې تيږي ایښودل په کار دي چې د راتلونکي نسل لپاره جنجال زیږوونکې نه وي.

ټينګار یې دا دی چې له امریکا سره د لاسلیک کیدونکي تړون منځپانګه یا محتویات باید ولس ته روښانه شي.

له لویه سره کابل ته په جرګه کې د ګډون لپاره د رسیدلو استازو له دغو څرګندونو داسې معلومیږي چې له شرطونو، او د امریکایي ځواکونو د عملیاتو پر څرنګوالي له نیوکو سره سره له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکې ملګرتیا د ملاتړو تله، له مخالفو هغو درنه ده.

خو له دې سره سره د مخې ته شوې اجندا په اړه د جرګې د وروستۍ پریکړې وړاندوینه لا هم د اوس لپاره د شکونو په غبار کې ډوبه خبره ده.

موږ غواړو له هغوو عناصرو سره خبرې وکړو چې لاسونه یې په وینو سره نه دي. بل لوري ته موږ په سولییز ډول د واک لیږدول غواړو، چې د پوځي مداخلې او کورنۍ جګړې مخنیوی وشي.

روسيي ته زموږ رسیدل او د بهرنیو چارو له وزیر سره زموږ د ناستې هدف دا دی چې، د پوځي مداخلې او کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره د خبرو اترو پلان تنظیم کړو.

ورته مطالب