لویه جرګه په درېیمه ورځ له طالبانو سره پخلاینه وڅېړله

ایمل فیضي
Image caption د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي اوس د لویې جرګې کار دی چې حکومت ته د سولې لوری او چوکاټ وټاکي.

په کابل کې لويه جرگه نن په درېيمه ورځ له وسله والو مخالفانو سره د سولې په موضوع خبرې وکړې.

پرون (پنجشنبه) د جرگې برخه والو له امريکا سره د افغانستان په ستراتيژيکه ملگرتيا غږېدلي وو.

دا جرگه چې له ټول افغانستان څخه په کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان برخه لري، ټاکل شوې ده چې د نن ورځې ډېرې خبرې به یې د سولې پر مسالې راغونډې وي.

د سپتمبر پر ۲۰مه د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني له وژل کېدو وروسته افغان حکومت له وسله والو سره هر ډول خبرې ځنډولې وې، او دروانې لویې جرگې په لومړۍ ورځ ولسمشر حامد کرزي له جرگې وغوښتل چې د سولې د بهیر په تړاو حکومت ته مشورې ورکړي چې په څه ‌ډول پرمخ ولاړ شي.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي اوس د لویې جرګې کار دی چې حکومت ته د سولې لوری او چوکاټ وټاکي:

''له وسله والو مخالفانو سره د سولې بهیر د دودیزې لویې جرګې د سر دویمه خبره ده، حکومت خلکو ته واک وکړی چې د سولې د جرګې له لارې به له مخالفانو سره کوم لوری غوره کوي.''

استازي تر اوسه له امریکا سره د راتلونکې همکارۍ پر څېړنه بوخت وو چې ولسمشر کرزي د هېواد د راتلونکي لپاره خورا مهمه بللې ده.

که څه هم له استازو سره لاهم د امریکا د اصلي مقصدونو په اړه پوښتنې پاتې دي، خو داسې ښکاري چې د همکارۍ د بڼې او مودې په اړه روښانتیا رامنځته شوې ده.

د اډو نوم 'تاسیسات'

د لویې جرګې یو غړی ډاکټر کبیر رنجبر وايي: ''د اډو نوم یې پر تاسیساتو بدل کړی چې عین مفهوم لري، او موعد یې هم د لسو کالو لپاره مشخص شوی. په دې سند کې دا هم راغلي چې د دواړو خواوو په موافقې سره دا تفاهم لیک باطل شي، یا اصلاحات پکې راشي او یا د لسو نورو کالو لپاره تمدید شي. ''

کابل هیله من دی چې د خپلې خاورې د پوځي کارونې په بدل کې له امریکا نه ضروري اقتصادي او پوځي مرستې ترلاسه کړي.

خو ځینې افغان مخور ټينګار کوي چې د لنډمهالو تکتیکو غوښتنو پرځای دې د اوږده مهال ستراتیژيک پلان پر امریکا ومنل شي.

د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان له امریکا سره د اوږدې دوستۍ لپاره د ولسمشر وړاندې شوي شرطونه کمزوري بولي:

''دغه درې څلور حرفه زموږ مشکل نه حلوي، زموږ ملي اقتصاد، زموږ ملي کلتور څرنګه کېږي، له ګاونډیانو سره زموږ اړیکي باید څه ډول وي. کله چې موږ سیاسي او پوځي خپلواکي ونه لرو، بیا نو له دې څخه مرګ غوره دی.''

د راتلونکي ثبات تضمین

یوه مهمه مساله چې افغانان یې په تړون کې د راوستو لېواله دي، د افغانستان د راتلونکي ثبات نړیوال تضمین دی.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فاروق بشر له امریکا نه د یوه داسې ضمانت اخیستو ته اشاره کوي چې ګاونډیان افغانستان کې نورې لاسوهنې ته پرېنږدي:

د انځور حقوق Getty
Image caption د لویې جرګې استازو ته یوازې د کابل شرطونه په ډاګه شوي چې ځینو یې له دې امله شکایت کړی دی.

''ددې ستراتیژيک تړون پربنسټ باید دا هم ذکر شي که چېرې ګاونډیان افغانستان کې لاسوهنه کوي، ددوی دریځ به څه وي، د مداخلې مخه به څرنګه نیسي.''

ډاکټر بشر وايي د بهرني خطر د مخنيوي اټکل دې له همدا اوسه له امریکا سره په کېدونکي تړون کې ځای شي.

د امریکا شرطونه

خو په دې ټول بهیر کې یوه مهمه کړۍ لاهم نیمګړې پاتې ده، هغه له افغانستان سره د ستراتیژيکې همکارۍ په بدل کې د امریکا شرطونه دي.

د لویې جرګې استازو ته یوازې د کابل شرطونه په ډاګه شوي چې ځینو یې له دې امله شکایت کړی دی.

د جرګې سمبالوونکي وايي چې د امریکايي شرطونو نه برسېره کېدل مهم دلایل لري، خو دغه دلایل یې په ډاګه نه کړل.

ورته مطالب