جرگه د احمدزي له سترگو: د دويمې ورځې يادښتونه

ريس احمدزى
Image caption د خلکو الفاظ مختلف وو خو نظر يې يو وو په همدې خوښ شوم.

د شپې مې له ځان سره په جرگه فکر کاوۀ. په دې مې فکر کاوۀ چې دا خبرې او دا جرگې عملي کيدى هم شي که نه . دا به مو په گټه وي که به نه وي؟

دا فکر هم راسره و چې هسې نه هر څه واردمخه شوي وي او موږ يې هسې کښېنولي وو. که همداسې وي نو د وخت ضايع به وي. خو گومان کوم خلک ورته ډير ليواله دي چې يو څه به وشي، د خلکو لېوالتيا چې گورم زما زړۀ هم ډاډه شي.

سهار شپږ بجې راويښ شوم، اووه بجې تالار ته راورسېدم . نن هم له يوۀ وزير سره وم .

گيلې

تالار کې مې چاى وڅښه، کوشش مې کاوه چې کليوال مشران پيدا کړم چې د هغوى له نظر نه خبر شم. له ښه مرغه د کوچيانو مشران مې وموندل. هغوى په ولسي جرگه کې له خپلو وکيلانو گيله من وو. ويل يې هېڅ يې نه دي کړي، پرمختيايي کار يې نه دى کړى. دوى يوازې نه وو نورو هم گيلې کولې خو هيڅوک له دې نه وو خبر چې د ولسي جرگې د وکيل وس او قدرت څومره دى.

گنگوسى شو چې راکټ راغلل خو څوک يې ونه ډارول. بعضي خلکو فکر کاوۀ چې راکټ حتمآ راځي. لکه په خوب چې يې ليدل. دوى شايد ذهنآ تيار ول. ځکه ډير وارخطا نه شول. زۀ هم خداى شته ونه ډار شوم خو پرې خوابدى وم ما ويل بايد داسې نه واى شوي.

د غونډو د پيليدا رسمي وخت نهه بجې و.خو ځينې خلک په ځنډ راغلل په تلاشيو کې گېر ول. د کمېټې مشران او منشيانو هم جلا غونډه درلوده د هغوى د غونډې له امله هم زموږ ناسته يو ساعت وځنډيدله. په لس بجې سره کښېناستلو.

حضرت صاحب، د جرگې ريس، په هره کمېټه وگرځېد. ويل يې روغتيا يې ښه نه ده. يوه ډله ورسره وه. خلکو سره يې روغبړ کاوۀ ځينو يې لاسونه ورښکلول.

د زړۀ خبره

له امريکا سره په سياسي همکاريو خبرې کيدې. دا ويل کيدل چې که دا تړون وشي څه زموږ په گټه دي او کوم خطرونه راته پېښېدلى شي. د سيمې وضعيت ته ډير پام کيده. د هلمند يوۀ ځوان وويل که امريکاييان تر ډيره دلته پاتې شي گاونډيان به د هغو پاتې کيدل د ځان لپاره خطر وبولي. د دغۀ ځوان په خبره د افغانستان گاونډيان هغو ولايتونو ته ډير تاوان اړولى شي چې په پوله پراته دي.

زۀ په دې خوښ شوم چې هر کس د وطن د ښېگڼې لپاره فکر کاوۀ . په زړۀ کې مې ويل کاش دا خبرې او کارونه عملي شي. د ټولو نظر سره ورته وو جملې او الفاظ مختلف وو خو نظر يو وو. داسې راښکاره شوه لکه خلکو چې ليکل شوې خبرې کولې خو دا يې د زړۀ خبره وه. ما هم څو خبرې وکړې. ما ويل د بهرنيو لاسوهنو خبرې ډيرې کوو، د گاونډيانو د مداخلې خبرې کوو خو دغه ټوله مداخله او لاسوهنه يوۀ افغان ته ضرورت لري چې عملي يې کړي. که موږ افغانان بل ته موقع ورنه کړو څرنگه به زموږ په کور کې مداخله وکړي.

تلاشي

د غرمې له خوا مو ښه ډوډۍ وخوړه او لمنځونه مو وکړل. په ډوډۍ کې وريجې، غوښه ، سابه او مستې وې. ميوه يې هم درلوده خو د وطن ميوه نه وه. کيلې وې چې له هند يا پاکستانه راغلې وې او سپين چک ناک وو چې له چينه راغلي وو. خداى شته ولې د وطن ميوې نه اخلي.

په تالار کې دننه تلاشي ډيره وه. که به له خپلې کمېټې ووتلې نو د هوايي ډگرونو په شان به د ايکسرې له مشينونو تيريدلې. حتى پگړۍ يې هم کتلې . ځينو پرې خوښي ښووله چې ښه دى امنيت مو وساتل شي، ځينو گيلې کولې چې بهر خو نه دي وتلي چې بيا بيا يې تلاشي کوي. زۀ بيا په دې خپه وم چې ولې مو په وطن کې داسې حالت راغلى چې اوس په کور دننه په کوټه او خيمه دننه بيا بيا تلاشي ته اړ يوو. په دغو تلاشيو کې پوليس له ما نه کامره وموندله. راته حيرانه وو چې څرنگه مې کامره تر تالاره رسولې ده. ما ورته په خپله ماته گوډه فارسي وويل: بس اوريدم نو چه کنم؟ سړى خبر نه وو چې د وزير په موټر کې راغلى وم.

تر لومړۍ ورځ په دويمه د خلکو لېوالتيا ډيره وه، زۀ يې دريمې ته سترگې په لاره يم.

ورته مطالب