جرګه والو په څلورمه ورځ خپل وړانديزونه شريک کړل

د انځور حقوق Reuters
Image caption جرګه والو د جرګې په دويمه له امريکا سره پر ستراتيژيک تړون او په دريمه د سولې په تړاو مشورې وکړې.

نن د دوديزې لويې جرګې څلورمه ورځ ده چې په کې د ۴۰ ګونو کميټو مشران له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره پر نوي مېکانېزم، جرګه والو ته خپل نظرونه وړاندې کوي.

د جرګې په دريمه ورځ ناوخته د دغو کمېټو مشران پخپلو کې سره جرګه شول او د يوې مشورتي مسودې پر جوړلو سره سلا شول.

د جرګې په څلورمه چې ګمان دی وروستۍ ورځ ده د هرې کمېټې مشر ته وخت ورکول کېږي چې د څلورو دقيقو په اندازه د خپلې کمېټې نظر په لنډ ډول بيان کړي.

د دوی نظر يوازې په دوو ټکو چې يو يې له امريکا سره پر ستراتيژيک تړون او بل يې له وسله والو سره پر سوله راټول دی.غه بهير اوس روان دی.

که څه هم د دغې جرګې وروستي جزييات لا نه دي ډاګيزه شوي، خو هغه چې جرګه والو په خپلو کمېټو کې وړاندې کړي ځينې يې دا دي.

د جرګې ځينو ګډونوالو ويلي که امريکا په افغانستان کې پاتې کېږي او د دغه هېواد له تاسيساتو ګټه اخلي، نو نه شي کولی چې خپل بېرغ په دغو تاسيساتو کې وځوړوي.

د دوی وړانديز دا دی چې امريکا پرته له خپل سفارت نه، د هېواد په نورو برخو کې خپل بېرغ نه شي ځړولی.

د سولې په تړاو د دوی په وړانديزونو کې يو دا دی چې طالبانو ته يو دفتر پرانستل شي.

حکومت وړاندې له دې ويلي وو چې وسله وال طالبان ځانګړی ادرس يا پته نه لري او له همدې امله يې ورسره خبرې درولې وې.

ورته مطالب