جرګه والو له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ وکړ

دودیزه لویه جرګه
Image caption له امريکا سره تړون د لسو کلونو لپاره وي او بايد د غځېدو وړ وي.

د افغانستان دوديزې لويې جرګې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او له وسله والو سره د خبرو په تړاو، خپل ملاتړ څرګند کړ.

دوی په ټوله کې په افغانستان کې د امريکا له دايمي پوځي اډو سره مخالفت درلود، خو وړانديز يې دا وو تر هغه چې افغان امنيتي ځواکونه په خپلو پښو درېږي د امريکايي ځواکونو حضور اړين دی.

د جرګې په څلورمه ورځ جرګه والو له امريکا سره د تړون او له وسله والو سره د خبرو په تړاو يو ۷۶ ماده ييز مشورتي پرېکړه ليک صادر کړ چې شاوخوا ۵۰ بندونه يې له امريکا سره د تړون په برخه کې شرايطو او وړانديزونو ته بېل وو.

اسلامي او افغاني ارزښتونو، د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی او د شپې له مخې د خلکو د کورونو پلټل او عمليات بندول د جرګه والو مهم شرطونه وو.

په دغو مادو کې يوه دا هم وه چې ستراتيژيک تړون بايد د لسو کلونو لپاره وي او د غځېدو وړ وي او بله دا چې د دغو پوځي تاسيساتو ځای ځايګی معلوم وي.

له امريکا سره د تړون په برخه کې د دوی نورې غوښتنې دا وې چې دواړه هېوادونه د دغه تړون د فسخه کېدو يو ډول حق ولري او دا چې دغه پوځي تاسيسات د افغانستان په پولو کې له هغو هېوادونو سره په څنګ کې وي چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي.

دوی دا هم ويل هغه مهال چې بهرني هېوادونه په افغانستان بريد کوي، د امريکا متحده ایالات بايد د افغانستان ملاتړ وکړي.

دوی ويل امريکايي ځواکونه بايد قضايي مصوونيت ونه لري او هغه مهال چې کوم جرم تر سره کوي بايد د افغانستان د قوانينو له مخې محاکمه شي.

په دې لړ کې افغان ولسمشر حامد کرزي د جرګه والو له شرطونو او وړانديزونو ملاتړ وکړ.

Image caption کرزي د جرګه والو له له وړاندیزونو ملا وتړله.

ښاغلي کرزي را ټولو شويو کابو ۲۰۰۰ جرګه والو ته په يوه لنډه وينا کې وويل د دوی د دغو شرايطو او وړانديزونو ملاتړ کوي.

ده وویل: ''هر هغه څه چې د افغانستان په خير نه وي هېڅکله به پرې پرېکړه ونه شي او دغه وړانديزونه چې تاسو وړاندې کړي په بشپړ ډول به عملي شي.''

د دوديزې جرګې په لومړيو شپو کې اټکل دا وو چې ښايي ډېری جرګه وال له امريکا سره د ستراتيژيک تړونه په اړه مثبته رايه ورکړي او په پايله کې همدا اټکل سم راوخوت.

ورته مطالب