غزني کې د غزنویانو د پېر ۹ کټوې ونیول شوې

کټوې د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption دغه کټوې د غزنی ښار په دویمه حوزه کې نیول شوې دي.

په غزني كې امنيتي چارواكي وايي، په ښاركې يې ۹ كټوې چې لرغونتوب يې د غزنويانو دورې ته رسېږي، ترلاسه كړې.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد بي بي سي ته وویل، دغه تاريخي اثار يې د خپلو كشفې ادارو په مټ ونيول.

د ترلاسه شوو کټوو عکسونه وګورﺉ

هغه وويل: ''ياد تاريخي اثار د غزني ښار ددویمې حوزې په سيمه كې د يوه ماركيټ د جوړولو پرمهال موندل شوي وو، چې وروسته قاچاقيانو غوښتل هغه بهرنيو هېوادونو ته د خرڅلاو په مقصد يوسي.''

زاهد زیاتوي، ترلاسه شوي اثار به د يوه پلاوي په حضور کلتوري ادارو ته تسليم كړې.

كه څه هم د ترلاسه شويو كټو يو رنګ تر ډېره بريده له منځه تللى، خو لاهم په ځينو برخو كې هغه پخواني رنګونونه او نقشونه لري، چې د هغه دور د ظريفې ميناتورۍ څرګندونه كوي.

دا په داسې حال كې ده چې غزني د تاريخي اثارو ، ودانيو، او لرغونو سيمو د درلودلو له امله په سيمه كې شهرت لري، خلک وايي كه د اثارو ساتنې ته اړوندې ادارې پام ونه كړي، دا وېره شته چې د خپل سرو كیندنو له امله به ېير تاريخي اثار لوټ شي.

ورته مطالب