ننګرهار کې له امریکا سره د ستراتیژيک تړون پرضد لاریون وشو

د امریکا ضد د یوه مخکني لاریون عکس ګورﺉ
Image caption وړاندې هم د امریکا پرضد د افغانستان په یو شمېر لویو ښارونو کې لاریونونه شوي.

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې سلګونه کسانو، چې ډېری یې د پوهنتون محصل وو، له امریکا سره د ستراتیژيک تړون پرضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د امریکا او افغان دولت او لویې جرګې د پرېکړو پرضد شعارونه ورکول.

دوی د افغانستان له پارلمان ددغه تړون د نه تصویبولو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو چې د کابل- جلال اباد لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ بنده کړې وه، ويل چې سره له ټولو شرطونو بيا هم ددغه تړون لاسليک نه غواړي.

دوی د امريکا بیرغ او د بارک او باما جوړې شوې مجسمې ته اور واچاوه.

مظاهره کوونکو ویل چې د دودیزې لویې جرګې ټول جرګه وال حکومت پلوي کسان وو چې په وینا یې د خلکو په اصلي ستونزو نه وو خبر.

د محمد طاهر قانع په نامه یوه لاریون کوونکي وویل: ''موږ افغانستان کې د امریکا د حضور پر ضد په بشپړه توګه مخالف یو، دوی پخپلو عملیاتو کې زموږ بې ګناه خلک وزني.''

زغم

یوه بل لاریون کوونکي بیا وویل چې ''موږ د تل لپاره د امریکا غلامان کېدی نشو، نور مو زغم پای ته ورسېد، که چېرې دا تړون لاسلیک شي، موږ به هره ورځ واټونو ته راووځو.''

دا لاریون د دودیزې لویې جرګې له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته وشو.

دودیزې لویې جرګې له امریکا سره د ستراتيژيک تړون او له وسله والو سره د خبرو په تړاو، خپل ملاتړ څرګند کړ.

دوی په ټوله کې په افغانستان کې د امريکا له دايمي پوځي اډو سره مخالفت درلود، خو وړانديز يې دا وو تر هغه چې افغان امنيتي ځواکونه په خپلو پښو درېږي د امريکايي ځواکونو حضور اړين دی.

د جرګې په څلورمه ورځ جرګه والو له امريکا سره د تړون او له وسله والو سره د خبرو په تړاو يو ۷۶ ماده ييز مشورتي پرېکړه ليک صادر کړ چې شاوخوا ۵۰ بندونه يې له امريکا سره د تړون په برخه کې شرايطو او وړانديزونو ته بېل وو.

اسلامي او افغاني ارزښتونو، د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی او د شپې له مخې د خلکو د کورنو پلټل او عمليات بندول د جرګه والو مهم شرطونه وو.

لس کاله

Image caption دودیزې لویې جرګې له امریکا سره د ستراتيژيک تړون او له وسله والو سره د خبرو په تړاو، خپل ملاتړ څرګند کړ.

په دغو مادو کې يوه دا هم وه چې ستراتيژيک تړون بايد د لسو کلونو لپاره وي او د غځيدو وړ وي او بله دا چې د دغو پوځي تاسيساتو ځای ځايګی معلوم وي.

په دې لړ کې افغان ولسمشر حامد کرزي د جرګه والو له شرطونو او وړانديزونو ملاتړ وکړ.

ښاغلي کرزي را ټولو شويو کابو ۲۰۰۰ جرګه والو ته په يوه لنډه وينا کې وويل د دوی د دغو شرايطو او وړانديزونو ملاتړ کوي.

ده وویل: ''هر هغه څه چې د افغانستان په خير نه وي هېڅکله به پرې پرېکړه ونه شي او دغه وړانديزونه چې تاسو وړاندې کړي په بشپړ ډول به عملي شي.''

ورته مطالب