جرګه د احمدزي له سترګو: د څلورمې ورځې يادښتونه

رییس احمدزی
Image caption د ډوډۍ په وخت مې د خلکو نظم او ډيسپلين خوښ شو. ټول لکه په يوۀ بهرني هېواد کې کتار ته ولاړ وو له يو بل نه يې د مخته کېدو هڅه نه کوله.

نن (شنبه) چې د جرگې تالار ته تللم لا هم نه وم خبر چې دا به مو وروستۍ ورځ وي که به لا نور هم کښېنو.

خداى شته په ځنډ يې هم نه خپه کېدم. دا څو ورځې مې د افغانستان له لرو بر نه ډېر خلک وليدل. مهم سياسي کسان، قومي مشران، ځوانان او داسې خلک چې ماته يې خبرې مهمې وې.

زما ژوند د لوبو په ډگر کې تېر شوى دى. ما ډېره موقع نه ده موندلې چې له داسې کسانو سره ناسته پاسته وکړم.

وختي د جرگې د تالار خواته رهي شوم. نن تلاشي ډېره زياته وه. ما سلاکار وزيران وليدل او ځينې نور کسان راترسترگو شول چې د تلاشي کتار ته ولاړ وو.

خداى مې دې نه غلطوي د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزى مې هم وليد چې تلاشي شو. دا کار په ما هم ښه ولگېد او د جرگې نور غړي هم خوشاله وو چې يو نه يو ډول مساوات ترسترگو کېږي.

د تلاشۍ د انتظار په وخت مې منتظرو کسانو ته د کريکټ بورډ چاپ شوې مجلې ورکړې. ما ويل مه کوه چې دغه استازي زموږ له هڅو هم خبر شي.

زۀ اته نيمې بجې د جرگې تالار ته ننوتم. خلک ډير وو او ټول لېواله او هيله من ښکارېدل. د حضرت صاحب تر وينا وروسته د کميسيونونو مشرانو ته د پنځو پنځو دقيقو وخت ورکړل شوى و چې وينا وکړي.

خداى دې انصاف ورکړي پنځه دقيقې چا نه مراعتولې. ځينو خلکو شور جوړ کړ خو ويناوال د چا په کيسه کې نه وو. يو ډول بې نظمي مې احساس کړه. خلک پورته کښته کېدل.

۳۹ کمیسیون

کله چې د ٣٨ کميسيون ريس خبرې کولې گنگوسې دا وې چې ٣٩ کميسيون به څه کوي. خنداگانې وې. ماته هم خندا راغله. ما ويل د وطن په برخليک غږيږو او پام مو يو بې مانا نمبر ته دى.

نه پوهيږم چاته دا نمبر پوچ دى خو خپله ماته ډير مسخره ښکاري چې حتى په دومره مهم ځاى کې، دومره لوى کسان هم د کوڅو او بازار خبرو ته اهميت ورکوي.

د ٣٨ نمبر نه وروسته ٤٠ ياد شو. په دې لا ډيره خندا جوړه شوه. ما ويل اوس به منشيان دا خبره هم وکړي چې ولې يې ٣٩ نمبر ياد نه کړ خو هغوى هېڅ ونه ويل.

بي بي سي پښتو وېبپاڼه

نن مو په ډوډۍ کې کبان هم ورزيات شوي وو. په ميوه کې په لومړي ځل وطني مڼې وې، خوند يې راکړ ما ويل گوره که لا چا په بي بي سي پښتو ويبپاڼه کې زما د اولې ورځې شکايت اورېدلى او منلى وي.

د ډوډۍ په وخت مې د خلکو نظم او ډيسپلين خوښ شو. ټول لکه په يوۀ بهرني هېواد کې کتار ته ولاړ وو له يو بل نه يې د مخته کېدو هڅه نه کوله.

ولسمشر کرزي ماسپښين بيا وينا وکړه. د اولې ورځې تر وينا يې دا يوه په ما ښه ولگيده. ډير ټينگار يې دا و چې مشورې مو غواړم او ستاسو په خوښه به کار کوو.

دا چې دى دا کار کوي که نه مهم نه دى اقلآ ما ته يې د جرگې د يوۀ عادي غړي په صفت دا احساس راکړ چې مشر مو خبر اوري.

Image caption کرزي د جرګه والو له له وړاندیزونو ملا وتړله.

د جرگې له تالاره چې وتلم ځان مې ډاډه احساسولو. خوشاله وم چې په يوې مهمې غونډې کې د گډون موقع په لاس راغله. په دې هم خوښ شوم چې د وطن له بېلابېلو کسانو سره مې وليدل.

زۀ تل په خپلو خلکو باور لرم خو د سياست په ډگر کې مې د خپلو مشرانو په پريکړو ډېر غور نه کاوۀ. ما ويل زۀ لوبغاړى يم د خپل ډگر لپاره بايد فکر وکړم. خو په لويه جرگه کې چې د سياست د ډگر لوبغاړو ته هم ځير شوم په دې باور شوم چې زموږ د کريکټ د لوبغاړو په څير استعداد ډير دى خو روزنه، پالنه او پالش کول يې پکار دي.

ورته مطالب