بشري حقونه: د افغان ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی

ښځې
Image caption د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي په افغاستان کې یې د تاوتریخوالي د قرباني شویو ښځو د دوسیو ارزولو لپاره بېلابېلې تګلارې پلي کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د تېر کال پرتله د افغان ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې ده.

ددغه کمیسیون چارواکي وایي ددې ډیروالي ښیي چې د بشري حقونو ادارو ته د خلکو د ورتلو په اړه د عامه خلکو پوهاوی ډیر شوی.

د بشري حقونو فعالان وایي افغانستان کې په سمه توګه د قانون نه پلي کېدل، ناامني، د سزا ورکولو د کلتور نشتوالی او بې وزلي له هغو لاملونو څخه دي چې په دې هېواد کې یې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو فعالانو له دولت څخه وغوښتل چې ددې ډول تاوتریخوالي عاملین دې په عادلانه توګه وپوښتي.

کورنۍ شخړې هغه څه دي چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د ښځو له نوم سره تړلي دي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیرې هلې ځلې شوې، خو هغومره چې تمه یې وه دا کچه نده ټیټه شوې، بلکې په پرله پسې ډول د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په ځانګړو څانګو کې دا ډول پېښې ثبتېږي او دوسیې یې ډېرېږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایې کابل، مزار شریف، هرات، ننګرهار او فاریاب هغه ولایتونه دي چې په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ټولو ډېرې دا ډول پېښې پکې ثبت شوې دي.

چارواکي وایي څه باندې ۹۰ سلنه دغه ډول تاوتریخوالی په کورنیو کې د نارینه وو له خوا کېږي، چې په پایله کې یې ښځې یا ځانونه سوځوي، یا له کوره تښتي، یا هم نورو ناروا او نشه یې توکو ته مخه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دغه ډول ښځو د دوسیو د ارزولو په برخه کې د دولت له کړنو څخه راضي نه برېښي.

ددغه کمیسیون مشره سیما ثمر وایي د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د کمولو یوه عمده لاره ددغه ډول کړنو له عاملینو سره عادلانه چلند دی:

Image caption کورنۍ شخړې هغه څه دي چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د ښځو له نوم سره تړلي دي.

''کله چې یو څوک د یوې ښځې پروړاندې تاوتریخوالی کوي، یا جنسي تېری کېږي، که له هغه کس سره عادلانه چلند وشي او پوښتنې ترې وشي، طبیعي ده چې تاو تریخوالی کمېږي. په افغانستان کې له بده مرغه د جنسي تاوتریخوالي پروړاندې د معافیت کلتور تر اوسه دوام لري او ډېر دی. بله موضوع د نفوس د کنټرول خبره ده چې دا هم د تاوتریخوالي او کورنیو شخړو کچه راټیټوي. د بېلګې په ډول په هغه کورنۍ کې چې اووه غړي دي تر هغې کورنۍ چې دوه ماشومان دي، شخړي ډېرې دي.''

قرباني شوې ښځې

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي په افغاستان کې یې د تاوتریخوالي د قرباني شویو ښځو د دوسیو ارزولو لپاره بېلابېلې تګلارې پلي کړي دي.

دغه اداره دا راز وایي د یو شمېر داسې قوانینو د تصویبېدو مخه یې نیولې چې د افغانانو حقونه یې محدودول.

د جرګو او شوراګانو قانون ددغه قوانینو هغه برخې دي چې د چارواکو په خبره له تصویبیدو سره به یې ښایي خلک له رسمي عدالت څخه لیرې ساتل شوي وای.

ورته مطالب