استرالیا: پاکستان دې د افغان پولې پر امنیت پام راټول کړي

جولیا ګیلارډ د انځور حقوق BBC World Service
Image caption آغلې ګیلارد وویل چې د افغان ځواکونو روزنې ته باید ډېر پام وشي.

نوموړې پارلمان ته په وینا کې وویل: ''له ترهګرۍ سره جدي مبارزه د افغانستان، استرالیا او زموږ د ایتلافي ملګرو او ان د پاکستان غوښتنه ده.''

لومړۍ وزیرې پخپله وینا کې وویل افغانستان کې ایتلافي ځواکونه ددغه هېواد د دیموکراتیکو بنسټونو د پیاوړي کولو ملاتړ کوي.

هغې وویل: ''افغانستان کې ښه حکومت والي د راتلونکي نسل اصلي غوښتنه ده، د افغان حکومت او خلکو دنده هم دا ده چې ښه حکومت والي رامنځته شي.''

د استرالیا لومړۍ وزیرې ویلي چې کېدای شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان کې استرالیايي پوځيان پاتې شي.

د ۲۰۱۴ کال ترپایه افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته رسېږي.

هغهې دا هم ویلي، افغانستان او د نړۍ په یو شمېر هېوادو کې القاعده او ځینې نورې اورپکې ډلې لاهم د بریدونو توان لري.

آغلې ګیلارد ویلي، افغانستان کې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه افغانستان کې پر امنیتي وضعیت او له امریکا سره پر روانو خبرو پورې اړه لري.

نوموړې پارلمان ته وویل: ''د استرالیا حکومت اوس پر دې غور کوي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته یې افغانستان کې ځانګړي ځواکونه پاتې شي.''

د ترهګرو ځاله

''موږ باید خپله ټوله هڅه پرې راټوله کړو چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو پر ځالې وانه وړي.''

د استرالیا لومړۍ وزیرې داهم ویلي چې په ۲۰۱۴ کال کې به د مهال وېش له مخې یو شمېر استرالیايي سرتېري خپل هېواد ته ستانه شي، خو افغانستان کې به د افغان سرتېرو د روزنې لپاره یو شمېر پوځيان پاتې شي:

د انځور حقوق abc
Image caption استرالیا افغانستان کې ۱۵۵۰ سرتېري لري چې په روانه جګړه کې یې ۳۲ سرتېري وژل شوي.

''کله چې زموږ لومړنۍ روزنې او څارنې په اروزګان ولایت کې بشپړې شي، او افغان امنیتي ځواکونه پر خپل ځان د بسیا کېدو جوګه شي، استرالیا به له دغه ولایت څخه خپل سرتېري ستانه کړي.''

خو په مقابل کې د اپوزیسیون مشر توني اباټ وویل، دی تر ۲۰۱۴ وروسته د پوځيانو د پاتېدو په اړه همفکره دی:

''تر ۲۰۱۴ کال وروسته باید افغانستان یوازې پرېنښودل شي.''

''استرالیا باید د افغانستان یو باوري ملګری پاتې شي او د اړتیا پر وخت د څو کالو لپاره پر موږ تکیه وکړي.''

آغلې ګیلارد افغانستان کې څو ورځې وړاندې د یوه افغان سرتېري په ډزو د استرالیايي سرتېرو د وژلو په اړه وویل: ''په دې برید کې افغان او استرالیايي سرتېري ووژل شول. په دې برید موږ ټولو ټکان وخوړ.''

ورته مطالب