ملي امنیت: د سیمې هېوادو څارګرو ۱۰ ډلې بریدونو ته ګمارلې وې

Image caption ملي امنیت وايي اته ډلې یې نیولې، د دوو دلو یو شمېر غړي یې نیولي، د نورو پلټنه روانه ده.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې په تېره دودیزه لویه جرګه د سیمې ګڼو هېوادو استخباراتي بنسټونو د بریدونو لپاره لس ډلې ګمارلې وې چې اته یې نیول شوې او د نورو لټون دوام لري.

دغه اداره وايي دې ډلو په همغږي ډول د بریدونو پلان درلود.

د يادې شوې ادارې وياند لطف الله مشعل وويل چې يادو شويو بهرنيو پټ څارو ادارو لس ډلې بريدونو ته گمارلې وې چې اته ډلې يې د جرگې په ورځو په بشپړ ډول نيول شوي دي، خو وايي پلانونه يې د ټولو ډلو شنډ کړل.

په امن چاپېريال کې د تېرې دوديزې جرگې تر سره کېدل هغه څه دي، چې افغان حکومت او په ځانگړي ډول ددغه هېواد امنيتي بنسټونه يې د ځانونو لپاره ستره لاس ته راوړنه بولي.

د افغانستان ملي امنيت اداره وايي داسې نه ده چې ترهگر لاس تر زنې ناست بلکې په پراخه کچه بريدونه يې پلان کړي وو، چې په وينا يې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا شنډ شول.

پخوا به ملي امنيت د افغانستان د يوه گاونډي هېواد نوم د وسله والو مخالفانو د بريدونو په تړاو ياداوه، خو د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند لطف الله مشعل وويل چې دا ځل د سيمې د گڼو هيوادونو پټ څارو ادارو همغږي بريدونه پلان کړې وو:

''د امريکې له متحدو ايالتونو سره ستراتيژيک تړون داسې څه و، چې افغانستان يې هغو هېوادونو ته له لاس غځولو ژغوره، چې غواړي دغه هېواد ورته اړ اوسي، نو ټولو په منظم او همغږي ډول د ترهگرو ډلو ملاتړ وکړ چې دغه لويه جرگه گډه وډه کړي، زه يې نوم نه اخلم خو د سيمې استخبارات په کې ککړ وو،يو هيواد نه بلکې سيمه په کې ککړه وه.''

د ملي امنيت وياند وويل چې دغو هېوادونو په همغږي ډول لس ډلې د بريدونو په کولو گمارلې وې چې اته ډلې يې په بشپړ ډول نيول شوي.

خو ښاغلي مشعل وويل چې پلانونه د ټولو ډلو شنډ کړل شول:

شنډ

''لس ګروپه د بریدونو لپاره موظف شوي وو، چې اته یې نیول شوي، د دوو پاتې ډلو نیمايي کسان هم نیول شوي. دغه لس ډلې هره یوه په خاص ځای کې د بریدونو لپاره ګمارل شوې وې، خو هېڅ یو یې ونه توانېد او پلان یې په بشپړ ډول شنډ شو.''

Image caption ملي امنيت وايي چې دغو بريدگرو له مخکې څخه په ميدان وردگو، لوگر، او سروبي کې د بريدگرو کړنو په موخه مرکزونه جوړ کړې وو.

ښاغلي مشعل وويل چې په نيول شويو ډلو کې تر دولسو ډېر کسان نيول شوي دي، سربېره پر دې له دغو کسانو سره يو موټر بم، د ځانمرگو بريدونو يو شمېر واسکټونه، وسلې، او نور چاودېدونکي توکي هم نيول شوي.

ملي امنيت وايي چې دغو بريدگرو له مخکې څخه په ميدان وردگو، لوگر، او سروبي کې د بريدگرو کړنو په موخه مرکزونه جوړ کړې وو.

د ښاغلي مشعل په وينا، د جرگې د امنيت لپاره افغان ځواکونو داسې تگلاره جوړه کړې وه چې په تېرو لسو کلونو کې يې بېلگه نه وه ليدل شوې.

تېره دوديزه ولسي جرگه د نا امنيو له گڼو انگيرنو سره سره په امنيتي چاپېريال کې تر سره شوه يوازې دوه توغندي توغول شوي وو، چې يو يې له جرگې څخه په لرې پرته سيمه کې يو ولسي وگړى ژوبل کړ او بل يې له جرگې سره نژدې لگېدلى و چې ونه چاودېد او روغ رمټ پاتې شو.

ورته مطالب