کابل: د مرستندويو له خوا د لوږې خبردارى سم ونه بالۀ

د زراعت وزارت
Image caption د کرنې وزارت وايي د مرستندويو ټولنو خبره سمه نه ده

د افغانستان د کرني وزارت د لوږې په برخه کې د دوو نړیوالو ادارو د موندنو په غبرګون کې ویلي چې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو د سازمان پرمختګونه له پامه غورځول شوي دي .

اکسفام بریتانیایې او سیف د چلډرن ادارو خبر داری ورکړی چې د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو کې څه باندې دوه میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي .

دغه ادارې وایي که چیرې دغو کسانو ته د خوراکي مرستو په رسولو کې بیړه ونه شي نو راروان ژمی به د دغو کسانو ستونزي لا ډیرې کړي .

د افغانستان د کرنې وزارت وایي د یادو دوو ادارو څرګندونې د مرستو د جلبولو په موخه شوي او ورکړل شوې شمیرې ناسمې دي .

اکسفام او سیف د چلډرن ادارو په افغانستان کې وچکالیو ته په کتو اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې په دغه هیواد کې تر دوه میلیونه ډیر وګړي له لوږې سره مخامخ دي .

ناسمې شمیرې

د دغو ادارو په خبره له وخته وړاندې ژمي د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې لارې بندولای شي او دا ستونزه به څو برابره کړي .

خو د افغانستان د کرنې وزارت د دغو ادارو موندنې ناسمې ګڼي او وایي د دوی له خوا ورکړل شوې شمیرې ناسمې دي .

د کرني وزیر محمد آصف رحیمي وایي له وخته مخکې ژمي د رارسیدو له کبله هیڅ اندیښنه نه لري او کلک تدابیر یې ورته نیولي دي .

(له ۴۰ زره ټنه خوراکي غنمو څخه ۳۰ زره ۲۷۷ ټنه غنم دغو ولایتونو ته لیږدول شوي دي. همدارنګه له پنځو زرو وريژو څخه یې شاوخوا دوه زره ټنه هم استول شوي دي او د غنمو د تخمونو له لس زره ټنو څخه یې شاوخوا ۶۰۰۰ ټنه غنم تر اوسه ولایتونو ته انتقال شوي دي. له بلې خوا د حیواناتو له شل زره ټنه خوړو څخه نژدې درې زره لیږدول شوي دي. د دې موادو ویشنه د کوپون له لارې اوس هم ۳۴ ولایتونو ته دوام لري.)

د کرنې د وزیر اصف رحيمي په خبره ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې لسګونه زره ټنه غنم له هند څخه افغانستان ته راوړل شي .

نژدې دوې میاشتې وړاندې افغان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان د هغو څوارلسو ولايتونو لپاره چې وچکالیو ځپلي د ۱۴۲ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه .

۴۰ میلیونه ډالره

چارواکي وایي تر اوسه د یو شمیر هیوادونو او ادارو له خوا د دغې مرستې د ۳۷ سلنې ژمنه شوې ده .

ښاغلی رحیمي وایې د دغو پیسو ډیره برخه د کرنې وزارت او د خوراکي توکو برابرولو ته ځانګړې شوې ده.

(له هغو ۱۱۲ میلیونو ډالرو څخه چې د زراعت او خوراکي توکو لپاره ځانګړي شوي وو، تر اوسه یې ۴۰ میلیونه ډالره د نړیوالې ټولنې له خوا راکول شوي دي)

د دغو مرستو اتیا سلنه به د دولت او ملګرو ملتونو له خوا او یوازې شل سلنه به د نادولتي ادارو لخوا مصرف شي .

ټاکل شوې د دغو پیسو په یوه برخه به خوراکي توکي او د څښلو اوبه برابرې شي او پاته برخه به یې د روغتیا او څارویو لپاره د وښو په برخه کې ولګول شي.

ورته مطالب