''جګړه ودروﺉ'' ایتلاف: د افغانستان جګړه نهیلې کوونکې ده

لیندسي جیرمن
Image caption لیندسي جیرمن له لوېديځو مشرانو له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو غوښتنه وکړه.

په داسې حال کې چې د برتانیا پارلمان یو شمېر غړو له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د وتلو غوښتنه وکړه، ولس هم په دې ټينګار کوي چې له دغه هېواده برتانوي پوځيان ژر راووځي.

د برتانیا پارلمان له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو پر وتلو وغږېدل.

په غونډه کې چې د ''جګړه ودروﺉ'' په نامه ایتلاف له لوري جوړه شوې وه، پخواني شوروي اتحاد کې د برتانیا مخکني سفیر رودریک بریتویټ خبرې وکړې.

ښاغلي بریتویټ د ''روسان افغانستان کې... نن زموږ لپاره پند'' په نامه کتاب هم لیکلی چې په تېر مارچ کې خپور شو.

بریتویټ وویل، افغانستان کې روانه جګړه تر لس کالو وروسته بیا هم د پام وړ لاسته راوړنې نه لري او نهیلې کوونکې ده.

نوموړي ټينګار وکړ چې له دې جګړې د نېکبخته پایلې تمه نه لري.

د بریا تمه نشته

برتانوي استازو وویل، د طالبانو پرضد د امریکا او برتانیا جګړه بریالۍ نه ده، چې په وینا یې پایله به یې لکه د پخواني شوروي اتحاد نهیلې کوونکې وي.

بل خوا، په ''جګړه ودروﺉ'' ایتلا کې یوې مخورې مشرې لیندسي جیرمن وویل، د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې ناوړه کېږي، چې په وینا یې په تېرو دوو اوونیو کې هلمند کې پنځه برتانوي سرتېري ووژل شول.

جیرمن په روانه جګړه کې انساني تلفاتو ته هم اشاره وکړه، چې په وینا یې لوېديځوال مشران باید پوی شي چې په دې جګړه کې کامیابي ناممکنه ده.

Image caption بریتویټ وویل، افغانستان کې روانه جګړه تر لس کالو وروسته بیا هم د پام وړ لاسته راوړنې نه لري او نهیلې کوونکې ده.

نوموړې له لوېديځو مشرانو له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو غوښتنه وکړه.

هغې وویل، تر لس کلنې جګړې وروسته د بریا هېڅ تمه نه لیدل کېږي، چې د سلګونه بهرنیو ځواکونو د وژل کېدو له مینځه ۳۸۳ برتانوي پوځيان هم پکې وژل شوي.

برتانیا کې د افغانستان د جګړې د مخالفانو ولسي شمېر په ډېرېدو دی، او په عامو خلکو کې د خپلو پوځيانو د بېرته ستنېدو چیغې ډېرې شوې دي.

بل خوا، ملګري ملتونه وايي چې د روان ۲۰۱۱ کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نژدې ۴۰٪ راټيټه شوې ده.

ورته مطالب