ګیلاني: پاکستان د باثباته افغانستان غوښتونکی دی

ګیلاني او کرزی
Image caption د برهان الدین رباني تر وژل کېدو وروسته د کابل او اسلام اباد ترینګلي اړيکي یوځل بیا د ښه کېدو په حال کې دي.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ویلي چې پاکستان د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی.

ښاغلي ګیلاني افغانستان کې د سولې د روان بهیر ملاتړ کړی دی.

خو وايي چې د افغان لانجې لپاره یو داسې حل نه غواړي چې د پاکستان د بې ثباته کېدو لامل شي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د ښاغلي ګیلاني په حواله ویلي ''هغه ټينګار کړی، که چېرې افغانستان د بې ثباتۍ لور ته ولاړ شي، نو یوځل بیا به زرګونه افغانان پاکستان ته مخه کړي.''

ګیلاني دا هم ویلي، دا چې پاکستان د افغانستان یو دوست ګاونډی دی، ګڼو افغان کډوالو ته یې خپله لمن پرانیستې ده.

د پاکستان لومړي وزیر د برتانیا د ملي امنیت د سلاکار پیټر ریکټس په مشرۍ یوه پنځه کسیزه پلاوي ته ویلي، پاکستان مخکې غوښتل چې افغان کډوال په درنښت سره خپل هېواد ته ستانه شي.

د رباني قتل

په دې وروستو کې، د افغانستان د سولې د عالي شوری د رییس برهان الدین رباني تر وژل کېدا وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي ترینګلي شول.

په دې لړ کې افغانستان پاکستاني مېشت اورپکي د رباني په وژنه تورن کړل.

د لوړې کچې مشرانو په ترکیه کې د رباني د وژلو د پلټنې لپاره یو ګډ کمېسیون هم وټاکه.

په پام کې ده چې د ولسمشر کرزي له خوا د کورنیو او بهرنیو چارو، دفاع وزارت او د ملي امنیت له استازو جوړ پلاوی د برهان الدین رباني د قتل د هر اړخیزې پلټنې لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

Image caption د رباني تر وژنې وروسته حامد کرزي او نورو افغان چارواکو له طالبانو سره د خبرو اترو په بهير د شک سيورى وغوړاوۀ.

تېره ورځ د ولسمشر کرزي وياند ایمل فیضي دا جزييات ورنه کړل چې پاکستان ته تلونکى پلاوى به له چا سره خبرې کوي او د قضيې کوم اړخونه به څېړي.

برهان الدين رباني چې د افغانستان د سولې د عالي شورا ريس و په داسې حال کې ووژل شو چې د خبرو په پلمه ورغلي کس ځان وچووۀ.

د رباني تر وژنې وروسته حامد کرزي او نورو افغان چارواکو له طالبانو سره د خبرو اترو په بهير د شک سيورى وغوړاوۀ.

ولسمشر کرزي په يوه وينا کې غوره دا وبلله چې د طالبانو پر ځاى دې له پاکستان سره خبرې وشي؛ ځکه چې طالبان د دۀ په وينا په پاکستان کې پټ دي.

ورته مطالب