د کندهار پوهنتون محصلین له لیلیې شکایت کوي

د کندهار پوهنتون محصلین له لیلیې شکایت کوي

د کندهار پوهنتون لیلیه محصلین وایي چې د ځای تنګوالی، د اوبو او برېښنا نشتون ددوی پر زده کړو منفي اغېز کړی.

د پوهنتون چارواکي د ستونزو د منلو ترڅنګ زیاتوي چې دوی یوازې د ۵۰۰ محصلینو لپاره د لیلیې اسانتیاوې لري.

په داسې حال کې چې اوسمهال څه باندې ۱۰۰۰ محصلین په لیلیه کې ځای پرځای شوی، دغه چارواکي د لوړو زده کړو پر وزارت نیوکه کوي چې په لویه کچه محصلین ورمعرفي کوي، خو د اسانتیاوو په برخه کې یې ورسره مرسته نه ده کړې.

نورحال له کندهار نه د مامون دراني په راپور کې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .