افغانستان له طالبانو سره بیا د خبرو هڅې پیل کړې

طالبان
Image caption طالبانو د افغانستان له دولت سره د خبرو په صورت کې، تل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخ شرط وړاندې کړی.

د افغانستان د سولې د عالي شوری یوه جګپوړي مشر بي بي سي ته ویلي چې له طالبانو سره د سولې په تړاو له سره هڅې پیل شوې دي.

د سولې د عالي شوری د دارالانشاء رییس معصوم ستانکزي ویلي، د پخلاینې دغه خبرې د طالبانو له لوري د یوه سیاسي دفتر د پرانیستو په صورت کې په عملي توګه پیلېدونکې دي.

ښاغلي ستانکزی د سولې د عالي شوری د رییس برهان الدین رباني د وژل کېدو پرمهال د هغه په کور کې و چې په ځانمرګي برید کې ټپي شوی هم و.

دغه پېښه له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو د درولو لامل شوه.

خو تېره اوونۍ ولسمشر حامد کرزي د کابل دودیزه لویه جرګه کې له طالبانو سره د سولې مساله وړاندې کړه او د جرګې له برخه والو یې وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د څرنګوالي لپاره مشورې ورکړي.

د لویې جرګې ګډون کوونکو له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو په یوه پرېکړه لیک کې ملاتړ وکړ.

معصوم ستانکزي بي بي سي ته وویل، له طالبانو سره د سولې د خبرو څرنګوالی د سولې د عالي شوری په تازه ناسته کې مطرح شوې او ټینګار شوی چې له طالبانو سره په یوه مشخصه پته باید اړیکه ونیول شي.

هغه وویل: ''یوه مشخصه خبره دا ده که چېرې مذاکره کېږي، له افغانانو سره دې وشي، او له مشخص ادرس نه دې وشي. د افغانستان حکومت دې ته ژمن دی چې د دودیزې لویې جرګې د سپارښتنو په رڼا کې ګام پورته کړي.''

ښاغلي ستانکزي د طالبانو د سیاسي دفتر د وړاندیز په اړه وویل:

''د افغانستان حکومت او خلکو دا غږ پورته کړی چې سوله دې وشي. خو دا اوس په طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو پرې اړه لري چې وښيي دوی چېرې دي، ددوی مشخص استازي څوک دي او په کوم ځای کې ددې خبرو لپاره چمتووالی نیسي. ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لویې جرګې ګډون کوونکو له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو په یوه پرېکړه لیک کې ملاتړ وکړ.

هغه دا هم وویل چې که چېرې طالبان د یوه سیاسي دفتر په لرلو موافقه وکړي، تر ټولو غوره ځای به ورته د افغانستان د ننه وي.

تر دې وړاندې، د سعودي عربستان او ترکیې په ګډون په ځینو بهرنیو هېوادونو کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د جوړېدو رپوټونه وو.

خو ددغو راپورونو پر خپرېدو سربېره، تر اوسه طالبانو په رسمي توګه له افغان دولت سره خبرو ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

طالبانو د افغانستان له دولت سره د خبرو په صورت کې، تل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخ شرط وړاندې کړی.

خو دا غوښتنه په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان دولت ته د نه منلو ده.

ورته مطالب