جاپان د کابل او بامیانو د اوبه خور سیستم جوړوي

افغانستان
Image caption افغانستان له خپلو اوبو یوازې ۳۰ سلنه ګټه اخلي، او ۷۰٪ اوبه یې بهر ته بهېږي.

جاپان له افغانستان سره د څښلو د پاکو اوبو او اوبه خور سيستم د برابرولو لپاره د اولس میلیون ډالرو مرسته وکړه.

د جاپان دغه ۱۷ میلیون ډالره مرستې به په کابل او باميانو کې د اوبو او برېښنا د بندونو په جوړولو او د څښاک لپاره د اوبو په برابرولو ولګول شي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسماعيل وايي، د دغه پروګرام په پلي کولو سره به په دغو ولایتونو کې په زرګونه هکټاره ځمکه تر اوبو لاندې شي او ترڅنګ به يې زرګونه کسان پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي:

''د شکردرې، دره ډېره ښکلې ده، په غرونو يي چې ژمی واورې وشي، نو له همدې درې دغه واورې ویلې کیږي او شکردرې ته راتوييږي. دا چې دغه دره پراخه ده او کافي اوبه لري، بند به د درې په لمنه کې، چېرته چې کورنه دي، جوړیږي، بیا به له دغو اوبو څخه د کرنې لپاره هم کار واخیستل شي. راتلونکي کې به د کابل لپاره د څښاک د اوبو د برابرولو لپاره کانال جوړ شي. په بامیانو کې د مایکروهایدلونو او د اوبولګولو د تنظيم د سیستمونو پروژې دي، چې په بېلابېلو سیمو کې دي.''

افغانستان پرېمانه اوبه لري، چې د برېښنا د تولید او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره ښه امکانات برابروي.

دغه هېواد اوس ايله له يوازې ۳۰ سلنه اوبو ګټه اخلي او شاوخوا ۷۰ سلنه اوبه يې ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي.

د جاپان په دې مرسته به دغه پروژې به په کابل او بامیانو کې پلي شي.

د افغانستان حکومت د کابل په کنفرانس له نړېوالې ټولنې د کرنې د اوبه خور لپاره د ميلياردونو ډالرو غوښتنه وکړه.

ورته مطالب