په کابل کې د اروپایي اتحادیې له سفیر ویګادس اوشاڅکس سره ځانګړې مرکه

اروپايي ټولنه د انځور حقوق s
Image caption د اروپايي سازمان ګټې کله د امریکا له ګټو سره ورته والی لري او کله په ټکر کې وي، چې موږ یې نه پټوو.

اروپایي اتحادیه وایي د مدني او اقتصادي مرستو پر مټ د افغانستان له ثبات او پرمختګ سره د اوږد مهاله مرستو تکل لري او کیدی شي په دې برخه کې له کابل سره د ستراتیژیکې ملګرتیا تړون لاسلیک کړي.

په کابل کې د اروپایي اتحادیې سفیر ویګادس اوشاڅکس وایي اروپایي اتحادیه یوغښتلی سیاسي او اقتصادي سازمان دی او د افغانستان په اړه به د دويم بن د نړیوال کنفرانس د پریکړو له مخې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې د پام وړ مرسته وکړي.

ښاغلي اوشکس په کابل کې له سید انور سره په مرکه کې دغه څرګندونې کړي او په سر کې له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو په اړه د اروپایي اتحادیي پر تکلونو غږیږي.

دغه مرکه خپلواک ساپي پښتو ته اړولې ده.

پوښتنه: واقعیتونو ته په کتو ستاسو په نظر د افغانستان په سوله او ثبات کې ګاونډیان څه وړ رول لوبولی شي؟

ځواب: موږ ټول پوهیږو چې افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی. دا هیواد له خپلو ګاونډیانو پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د اړیکو اوږد تاریخ لري. موږ ټول په دې هم پوهیږو چې افغانستان د خپل منځي اړیکو له اړخه څومره له ګاونډیانو سره تړلی دی.

دی ته په کتو ښکاره ده چې په افغانستان کې د سولې په راوستو او دا راز د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې ګاونډیان خورا مهم رول لري. دا یوه اړتیا ده چې افغانستان او د افغانستان ګاونډیان باید په ګډه د خپل منځي اړیکو له اړخه پر نویو تګلارو غور وکړي.

د افغانستان ګاونډیانو ته پکار ده چې له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې د سوداګرۍ ، ترانزیت او دوه اړخیزه اقتصادي ګټو په ډګر کې شته پراخ فرصتونه له پامه ونه غورځوي او د دې هیواد په اړه مثبتې او رغنده تګلارې خپلې کړي. لنډه دا چې د سیاسي جغرافیا په ډګر کې د شته اختلافونو پر ځای باید په متقابل درناوي ولاړو دوه اړخیزه اقتصادي ګټو ته لومړیتوب ورکړی شي.

پوښتنه: امریکا ګواښ کړی چې ترهګر به که په افغانستان کې وي او که په پاکستان کې له مینځه یوسي. هیلري کلنټن په کابل کې په همدې عبارت روښانه پیغام ورکړ، خو ورسره جوخت یې له طالبانو سره د مذاکرو خبره هم کوله، اروپایي ټولنه د جګړې او خبرو له ترکیب نه له جوړې دغې تګلارې سره څومره همغږې ده؟

ځواب: تر ټولو لومړی خو دا چې اروپایي اتحادیه کوم ځانګړی پوځي ځواک نه لري. موږ له افغانستان او پاکستان دواړو سره ملګرتیا او دوستي پالو. موږ د سولې د راوستو لپاره وسلې نه، بلکې پاسته وسایل لکه له اقتصادي پرمختګ او بیا رغوونې سره د مرستې او دا راز د زیربینایي تاسیساتو او سیاسي دیالوګ د ملاتړ امکانات په واک کې لرو او په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې همدغه امکانات کاروو. اروپایي اتحادیه پر همدغو کارونو په افغانستان کې په کال کې له یو ملیادر یورو ورپورته پيسې لګوي.

پوښتنه: ښایي تاسو خبر ولری چې له اروپایي هیوادونو هم ځینې اسلام پالي پاکستان ته ځي، ایا اروپایي اتحادیه دغو حرکتونو او په ټوله کې هسې چې ادعا کیږي په پاکستان کې د اورپکو شته مرکزونه او پټنځایونه لا هم لویدیځ ته ګواښ بولي؟

ځواب: د اورپکو دغه مرکزونه او پټنځایونه تر بل هر چا وړاندې پخپله افغانستان او پاکستان ته لوی ګواښ دی، او له همدې کبله موږ له دواړو حکومتونو دغه ګواښ ته د پام اړولو غوښتنه لرو.

موږ له افغانستان او پاکستان سره د داسې بنسټونو په جوړولو کې مرسته کوو چې پر مټ یې د افغانستان او پاکستان خلکو او دا اروپایي ټولنې او نورې نړۍ ته د اورپکو له لورې اوسني موجود ګواښونه ختم شي.

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د لس کلن حضور یوه پایله همدا وه چې دا هیواد لویدیځ ته د بالفعل او بالقوه ګواښ له حالت نه راوویستل شو، دا یو مهم پرمختګ و.

پوښتنه: افغان حکومت له هماغه اوله د ګاونډیانو په دوه ګوني رول شکمن و،او په وروستیو پنځو کلونو کې خو یې په خورا پرانستې ډول ټینګار دا و چې د اورپکو مرکزونه په پاکستان کې دي. خو لویدیز د ډيرو په نظر تر دې وروستیو پورې په دغه برخه کې دپلوماسي کوله، فکر نه کوۍ چې دغه ټکي ته د پام اړولو په برخه کې د کلونو فرصت له لاسه وتلی؟

ځواب: زموږ اندیښنه دا ده چې پټنځایونه د پولې دواړو غاړو ته دي او پاکستان او افغانستان دواړو ته یې ګواښ پيښ کړی دی. دواړو حکومتونو ته پکار ده چې د دغو پټنځایونو د ختمولو لپاره په ګډه کار وکړي.

په دې سره به د دواړو هیوادونو تر مینځه د اړیکو نوی ور پرانستل شي. زما په باور بنسټ پالنه د افغانستان په څير پاکستان ته هم لوی ګواښ دی.

پوښتنه: د معلوماتو له مخې اروپایي اتحادیه له افغانستان سره د اوږ مهالې ملګرتیا پر یوه تړون کار کوي. د امریکا او افغانستان تر مینځه هم د دا رازیوه تړون پر سر خبرې په وروستي پړاو کې دي. ناټو هم ویلي چې په راروان پسرلي کې به په شیکاګو کې د سازمان په سرمشریزه کې پر دا راز یو تړون غور وشي. که دغه تړونونه لاسلیک کیږي له یو بل سره به یې توپیر څه وي؟

ځواب: دا له یو بل سره توپير لري. پخپله اروپایي اتحادیه له امریکا او ناټو سره ډیر توپیر لري. تر کومه چې زه پوهیږم له امریکا او ناټو سره کیدونکي قراردادونه به د افغان پوځ او پولیسو په روزنه او سیاسي ډیالوګ ورټول وي.

خو اروپایي اتحادیه له ۲۷ هیوادونو جوړ سیاسي او اقتصادي سازمان دی چې پام به یې د افغانستان پر پرمختیا ورټول وي. په دې کې به له نړیوالو مدني او بشري حقونو نیولې د سوداګرۍ او پانګونې تر پراختیا او د افغان حکومت د ادارو او تاسیساتو تر غښتلتیا پور بیلابیل مسایل شامل وي.

پوښتنه: د ځینو څارونکو باور دا دی چې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د تګلارو له اړخه وروستۍ خبره تل د امریکا وي، ایا همداسې ده؟

ځواب: اروپایي اتحادیه له ۲۷ هیوادونو جوړ سازمان دی چې ځان ته جلا اجندا لري. د دغه سازمان ګټې کله د امریکا له ګټو سره ورته والی لري او کله په دې کې اختلاف وي چې موږ یې نه پټوو.

خو په اساسي مسایلو کې موږ تل د یو بل ملګرتیا کوو، دا ځکه چې د ولسواکۍ، ازادۍ، بشري حقونو، د قانون په واکمنۍ او ورته نورو برخو کې رموږ اصول او ارزښتونه شریک دي. همدا په نړیوال ډګر او دا راز په افغانستان کې زموږ د ملګرتیا اساس جوړوي.

پوښتنه: خو دا خبره ډيره کیږي چې د افغانستان په اړه د امریکا او اروپا تګلارې هسې چې په ظاهره ښودل کیږي یو شان نه دي، یعنې په ډير څه کې له یو بل سره توپير لري، ستاسو نظر څه دی؟

ځواب: زه داسې نه ګڼم، زما په باور د افغانستان په اړه زمړږ ګټې له یو بل سره په ټکر کې نه دي. موږ په ګډه د افغانستان ابادي او سوله غواړو او د افغانستان د ګاونډیانو په اړه هم ورته نظر لرو.

پوښتنه: په افغانستان کې د امنیت د راوستو تر څنګه، د غښتلي حکومت جوړول او د دې ویجاړ هیواد له سره ابادول د بن د کنفرانس یوه مهمه پریکړه وه، خو ځینې کتونکي نیوکه کوي چې لویدیځ په دې کې هم پاتې راغلی. ایا دغه هدف ته د رسیدو لپاره اراده کمه وه او که لویدیځ په اول کې خبره اسانه ګڼله؟

ځواب: زما په فکر د پام وړ پرمختګ شوی. البته خلک بریالیتوبونو ته د پام پرتله ناکامیو ته ډير پام کوي. د ساري په ډول افغانستان اوس د لس کاله وړاندې وخت په څير لویدیځ ته ګواښ نه دی، ګڼ اقتصادي بنسټونه رغول شوي او اباد شوي دي.

د روغتیا په ډګر کې څرګند پرمختګ شوی، دا مهال ۸ ميلیونه نجونې او هلکان ښوونځیو ته ځي، دا راز پارلمان او ازاد مطبوعات ټول د دا راز پرمختګ ښې بیلګې دي. البته دا هم ښکاره ده چې نور ډیر کار ته هم اړتیا ده.

د بې وزلۍ کمول د نجونو د تعلیم په برخه کې د پاتې خنډونو ایسته کول، د زیږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې کمول، د سیمه یزې همکارۍ غښتلتیا، د امنیت ښه کول، د اقتصاد ښیرازي او داسې نور هغه کارونه دي چې لا هم ديره خواري غواړي. موږ په دې برخو کې د لا زیاتو مرستو تکل لرو.

پوښتنه: شک نشته چې اروپایي اتحادیي په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د پام وړ مرسته کړې، ستاسو د معلوماتو له مخې دغه مرستې په کومو ډګرونو کې ډیرې مهمې او محسوسې وې؟

ځواب: زموږ پام پر دریو برخو ورټول و. اول د حکومت د وړتیا او ظرفیتونو لوړول او د قانون واکمني ، دوهم د کرنې پرمختیا او دریم د روغتیایي اسانتیاو برابرول. هسې چې مې وړاندې وویل په دغو ټولو برخو کې پرمختیا شوې خو لا هم د زیات څه کولو اړتیا ده.

پوښتنه: په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پوځي حضور د ختمیدو لپاره د ۲۰۱۴ کال مهال ویښ ټاکل شوی، له هغې وروسته په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د رول په اړه ستاسو وړاندوینه څه ده؟

ځواب: که چیرې په افغان حکومت کې سیاسي لیوالتیا موجوده وي نو بیا خو موږ ډير څه کولی شو. خو زما باور دا دی چې لید لوری به د بن په کنفرانس کې ټاکل کیږي او پيغام به یې همدا وي چې د کارونو مشرتوب پخپله افغانستان ته وسپارل شي.

په دې کې به د مسولیتونو له انتقال نه نیولې د دوه اړخیزه اړیکو تر څرنګوالي پورې هر څه شامل وي. البته په دې کې به افغان حکومت ته د شفافیت او د حساب د ورکړې په ګډون دروند مسوولیت ور تر غاړې شي او موږ به له خپل لوري د قضایي اصلاحاتو په ګډون د افغانستان د امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

ورته مطالب