د حاجيگک د اوسپنې کان کنستونکي څرگند شول

د انځور حقوق AFP
Image caption اټکلونه ښيي چې نژدې دوه ميليارده ټنه اوسپنه په دغه کان کې شته.

د افغانستان د کانونو وزارت وايي د باميان او ميدان وردگو په ولايتونو کې موقعيت لرونکى د اوسپنې لوى کان حاجيگک يې د سپړلو په نيت دوو شرکتونو سپارلى دى.

کابل کې د کانونو وزارت چارواکيو بي بي سي ته وويل د دغه لوى معدن درې برخې يې د هند د اوسپنې لوى شرکت ته سپارلي دي او څلورمه برخه يې د کانادا يوۀ شرکت ته سپارل شوې ده.

چارواکي وايي لا هم په دقيق ډول نه پوهيږي چې کله به پر دغه کان عملي کار پيل شي.

د دوى په وينا له شرکتونو سره په نورو جزيياتو لا هم خبرې روانې دي.

کابل غوښتنه لري چې کان کنستونکي بايد د اورگاډي د پټليو پر غځولو، د برېنښا ، نورې زيربنا په جوړولو هم پانگونه وکړي.

د کانونو د وزارت وياند بي بي سي ته وويل کله چې دغه نور جزييات هم دواړه غاړې ومني نو تر هغه وروسته به د عملي کار د پيل خبره کيږي.

اوسپنه

افغان چارواکي هيله من دي چې دا چاره ښايي ډير وخت ونه غواړي.

حاجيگک کې د اټکلونو ترمخه څه کم دوه ميليارده ټنه اوسپنه شته.

اټکلونه دا دي چې ښايي پر دغه کان د کار لپاره څو ميليارده ډالره پانگونه وشي چې گڼو افغانانو ته به د کار زمينه برابره کړي.

د دغې پانگونې يوه لويه برخه به د اورگاډي د پټليو په غوړولو هم لگيږي.

افغان چارواکي وايي پانگوونکي شرکتونه ژمن دي چې د اورگاډي د پټليو، برېښنا او نورې زيربنا د جوړولو په برخه کې هم کار وکړي.

د اټکلونو ترمخه افغانستان د نژدې درې تريليونو ډالرو په ارزښت طبيعي زيرمې لري خو د را ايستلو لپاره يې پانگونې او امنيت ته اړتيا شته.

تر اوسه په لويو پروژو کې يوازې د لوگر په ولايت کې د عينکو د مسو کان يوۀ چينايي شرکت ترلاسه کړى دى.

د افغانستان د بيا رغاونې په چارو کې د سيمې تر نورو هيوادونو هند تر ټولو ډيره مرسته کړې ده.

ډيلي شاوخوا دوه ميليارده ډالره مرسته له کابل سره کړې ده.

د افغانستان د ملي شورا لپاره د نوې ودانۍ جوړول او د لويو لارو پخول هم په دغو مرستو کې شامل دي.

ورته مطالب