افغان کرېکټ لوبډله د سياليو لپاره نيپال ته لاړه

افغان کرېکټ
Image caption افغانستان د ۲۰۰۹ کال د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام د غوراوي سیالیو اتل دی.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۲ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته د لار موندنې په موخه نیپال ته تللې ده.

د نیپال په دغو سیالیو کې د اسیا د دویمې درجې لس هېوادونه ګډون لري.

له دوی نه به د سر دوه وتلې لوبډلې د را روان کال په مارچ میاشت کې په سریلنکا کې د شل اوریز نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته ووځي.

افغان ملي ټیم د نیپال د سیالیو په دویم ګروپ کې دی چې له هانګ کانګ، مالدیف، عمان او کویټ سره به لوبې کوي.

افغانستان د ۲۰۰۹ کال د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام د غوراوي د سیالیو اتل دی.

په دغو سياليو افغان ملي لوبډلې چې د نورو لوبډلو په توپير تازه کرېکټ ته وتلې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو، سر ته ووته.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي هیله من دي چې دا ځل به هم افغانستان له خپل مقام نه دفاع وکړی شي.

د افغانستان د کریکټ بورډ د مرکزي زون مسول عزیزالله فضلي بي بي سي ته وویل، افغانستان وار له مخکې د غوراوي سیالیو ته وتلی او په دغو سیالیو کې کومه ماته يې پر دریځ اغیز نه لري.

کتونکي وايي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وکړای شول چې د شلو او يا دېرشو کلونو مزل يوازې په څلور، پنځو کلونو کې ووهي.

دغه لوبډله اوس له هغو لوبډلو سره ډغرې وهي چې له تېرو څلوېښت، پنځوس کلونو راهيسې کرېکټ کوي.

افغانستان په وروستيو کلونو کې د سپورت او ورزش په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي چې نړۍ يې ګوته په غاښ کړې ده.

افغانانو په تېرو څو کلونو کې په لسګونو د سرو زرو، سپينو او ژيړونه مډالونه افغانستان ته راوړي دي.

څو ورځې وړاندې د ۲۰۱۲ کال د المپيک نړېوالو سياليو ته د غوراوي په لوبو کې دوو افغان لوبغاړو وکولی شول په برتانيا کې کېدونکي المپيک ته لاره پيدا کړي.

ورته مطالب