ناټو کرزي ته د ملکيانو د خونديتوب ډاډ ورکړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په تېرو څو کلونو کې سلګونه ملکيان د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو له امله وژل شوې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي په دغه هېواد کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان ډاډ ورکړی چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د وسله والو پر ضد په پوځي عملياتو، بيا کتنه وکړي.

له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو عمومي قومندان جان الن په دې اړه ښاغلي کرزي ته يو ليک استولی او په کې يې ويلي چې د ملکيانو خونديتوب يې د کارونو په لومړيتوب کې دی.

تېره اوونۍ د افغانستان د سويلي ولايت کندهار د ژېړۍ له ولسوالۍ نه راپورونه ورکړل شول چې د شپږو ماشومانو په ګډون اووه ملکيان د ناټو ځواکونو په يوه بريد کې وژل شوې دي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکمونو په عملياتو کې د ولسي خلکو وژنه د افغانستان او د دغه هېواد د لويديځو ملاتړو ترمنځ، په يوه جنجالي موضوع اوښتې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه بريدونه غندلي او د ناټو د عملياتو پر مهال يې د پوره دقت غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول په هوايي عملياتو کې.

ناټو ځواکونو په تېر کې د ملکي تلفاتو د اووښتو له امله يوازې بښنه غوښتې ده.

خو دا ځل د ولسمشر کرزي دفتر وايي چې د ناټو عمومي قومندان ډاډ ورکړی چې په پوځي تګلارو بيا کتنه کوي او د پايلو په اړه به يې د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر تر پنځمې راپور ورکړي.

په هغه ليک چې د ولسمشرۍ دفتر ته رسېدلې جان الن ويلي دي: "په ډېره خواشينۍ سره بايد دا ومنو چې په تېره يوه اوونۍ کې د هغو عملياتو له امله چې ايساف هم په کې ښکېل وو، ملکيانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. ما ته د ملکي خلکو د ژوند ساتل ارزښت لري."

په دغه ليک کې راغلي دي: "ما په جدي ډول د ايساف ټولو ځواکونو او ادارو ته حکم کړی چې د ملکيانو دا ډول پېښې وڅېړي او د هغو د تکرار د مخنيوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي."

خو د ولسمشرۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې ناټو ځواکونه به د عملياتو پر مهال په کومو برخو، بيا کتنه کوي.

ورته مطالب