اوگاتا: له طالب سره پر پخلاينه اندېښنه بې ځايه ده

اوگاتا

د جاپان يوې بشري فعالې هغه اندېښنې بېځايه وبللې چې له طالبانو سره د حکومت پر پخلاينه څرگندېږي.

ساداکو اوگاتا چې مخکې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتو لويه کمشنره وه، په افغانستان کې د پخلاينې پر هڅو له بي بي سي سره ځانگړې مرکه کړې ده.

هغه وايي تر لسو کلو وروسته افغان ټولنه دومره اوښتې، چې پخواني حالت ته يې ستنول د چا پر وس نه دي.

خو آغلې اوگاتا وايي، د رېښتونې سولې د راتگ لپاره بايد ډېپلماسي او پوځي زور څنگ پر څنگ روان وي.

له ميرمن اوگاتا نه داود جنبش د مرکې په پيل کې وپوښتل چې څومره د افغان مشرانو په دې قضاوت کې ځان شريک بولي، چې د لوېديځ غټه ناکامي دا ده چې افغان ولس يې خوندي نه شو کړاى؟

ساداکو اوگاتا: نړيوالې ټولنې او دغه راز پخپله افغانانو خورا ډېر زيار ايستلى، خو فکر کوم هومره برياوې تر لاسه نه شوې، څومره چې هيله وه. خو زه دغه نتيجې ناکامي نه بولم. ځکه چې افغانستان په يوۀ خورا پېچلي حالت کې دى. افغان حکومت پخپله په دې هڅه کې دى چې د ادارې يو اغېزناک سيستم رامنځته کړي او هيواد له اقتصادي پلوه ورغوي. فکر کوم چې په ځينو برخو کې برياليتوبونه شته، کله چې سړى د ښوونځيو شمېر ته وگوري، د هغو کوچنيانو شمېر ته وگوري چې ښوونځي ته ځي، روغتيايي سيستم ته وگوري..."

پوښتنه: "هو، دا برياوې بيا بيا يادې شوي، خو پوښتنه د امنيت په اړه ده."

ساداکو اوگاتا: "امنيت هومره چې موږ ټولو يې هيله درلوده رانغى، ځکه چې افغانان پخپله د حکومت پر بڼې او د ادارې پر بڼې سره ژور ويشلي دي."

پوښتنه: "ستاسې په فکر دا دومره جلا افغانان څه ډول د يوه ميز تر شا راټولېدلى شي او څنگه کولى شي چې خپل توپيرونه يوې خواته پرېږدي؟"

ساداکو اوگاتا: "نړيوالې ټولنې او پخپله افغانانو د يوه ميز پر شاوخوا د راټولېدو هڅې کړي، خو د حکومت په مخالفه خوا کې ډېر سخت سري کسان ولاړ دي. طالبان هڅه کوي چې داسې يو حکومت بيا جوړ کړي چې همدوى پکې بر لاسي وي. غواړم ووايم چې تر طالبانو وروسته لومړنيو څلورو کلو کې افغانان په خپل منځ کې د هيواد بيا رغاونې ته ډېر ژمن وو. ډېرى طالبان يا له هيواده ولاړل او يا بې اغېزى کړى شول. خو ورو ورو بېرته راستانه شول. ځکه چې ډېر داسې پياوړي خلک شته چې لا هم پر افغانستان د طالبانو بر لاسي غواړي. د ٢٠٠١ او ٢٠٠٤ کلونو تر منځ موده کې د بيا رغاونې لپاره کلکې مټې رانغښتل شوې وې".

پوښتنه: "فکر کوئ د طالبانو بيا څرگندېدو دا بهير ودراوه که نورې تېروتنې هم وې؟"

ساداکو اوگاتا: "نشم ويلاى چې تېروتنه به نه وي شوي. د حکومت پر بڼې نظرونه مختلف و، هر چا يوه لاره درلوده. پر ځينو مسايلو د يو شمېر کسانو عقيدې ډېرې ټينگې وې، چې نورو نه منلې. او هر يو پر خپله خبره ولاړ و. لنډه دا چې افغانان ويشلې پاتې شو."

پوښتنه: "په داسې يوه حالت کې تاسې د سوله ييزو خبرو پلوي کوئ. ځينې وايي چې طالبان هماغه پخواني پاتې دي. په راتگ سره به يې ډېرئ چارې په څټ ستنې شي. فکر کوئ سوله په دې بيه ارزي؟"

ساداکو اوگاتا: "که تاسې هغې لارې ته چې افغانانو په تېرولسو کلو کې وهلې، وگورئ وبه وينئ چې ښځې اوس تر پخوا ډېرې ډېرې پياوړې شوي. ښځې په ښوونځيو کې دي، نجونې زده کړې کوي، لوړې زده کړې کوي او د ښځو ټولنې تر پخوا ډېرې پياوړې شوې دي. او دا هغه څه دي چې طالبانو ته به يې په څټ ستنول آسان نه وي او که غواړي چې دا کار وکړي خورا ډېر زور ته به اړتيا ولري. زه له هغو هڅو سره آشنا يم چې د ښځو ټولنو کړي دي. راځئ د نجونو هغه ښوونځى په زړه کړو چې د کابل په څنډو کې جوړ شوى و. طالبان يوه ورځ، پر داسې مهال ورغلل چې نجونې له ښوونځي نه رخصت شوې وې او کورته تلې، بريد يې پرې وکړ. يوه يې وسوځېده، خو د هغې د ژغورلو لپاره بېسارې هڅې وشوې، هغه وژغورل شوه، او نورو نجونو هم د ښوونځي له تگ نه لاس وانخيست."

پوښتنه: "ښايي په دې دليل چې واکمني د طالبانو نده، نجونې وتوانېدې چې لوستونو ته دوام ورکړي، خو هغه ضمانت چېرته دى چې که طالبان واک ته راگډېږي، د ښځو حقونه به زيان نه ويني؟"

ساداکو اوگاتا: "دا د څو اړخونو يوه مبارزه ده. له طالبانو سره دې زور هم وکارول شي، خو د سولې خبرې دې هم جاري شي چې په دې توگه په جگړو د هغوى د بيا راتگ لاره وتړل شي. يعنې عملي جگړې دې هم وي، خو سياسي خبرې دې هم روانې شي او دا خبره دې يقيني شي چې د طالبانو مخالفو کسانو ته د خپل هيواد د ودانولو سم فرصت ورکول کېږي."

پوښتنه: "خو آيا داسې معلومات، يا داسې کومه نښه ستاسې لاس ته رسېدلې چې وښيي طالبان چمتو دي د سولې خبرو ته راشي او له شرطونو پرته راځي؟"

ساداکو اوگاتا: "زما په فکر له طالبانو سره مبارزه بېلابېلې بڼې لري: سياسي، اقتصادي او داسې نورې چې له خپل اوسني دريځ نه يې تېرېدو ته اړ کړي. يا لږ تر لږه دې ته يې وهڅوي چې تېرېدنې وکړي، ځکه که په يو اړخيز ډول جگړې ودرېږي، طالبان به په پوره زور سره د ستنېدو هڅه وکړي. نو ځکه دا کار نا شونى دى."

پوښتنه: "خو تاسې ويلي چې له طالبانو سره دې خبرې همدا اوس پيل شي او هغوى ته دې هم وپوهول شي چې دا کار وکړي. ځکه که څوک تر هغه مهاله صبر غواړي چې طالبان کمزوري شي، نو دا يوه تېروتنه ده. ولې؟"

ساداکو اوگاتا: " فکر کوم هم خبرې په کار دي او هم د زور ښودل، چې په دې کې فزيکي زور او کلکه اراده دواړه راځي."

پوښتنه: " بله موضوع د افغانستان د گاونډيانو ده چې وايي په سوله کې د هغوى مرسته ضروري ده. تاسې په هغوى کې داسې يوه هيله، يوه اراده وينئ چې د افغانستان له سولې سره رېښتونې مرسته وکړي او خپله ملي گټه د افغانستان په ټيکاو کې ولټوي؟"

ساداکو اوگاتا: "فکر کوم ترکيه او دغه راز د منځنۍ آسيا هيوادونه او د افغانستان ټول گاونډيان د خبرو لېواله دي. پاکستان زما په فکر اوس پخپله په ستونزو کېوتى دى. فکر کوم په پاکستان کې د خپلو طالبانو شتوالي دا خطر نور هم ډېر کړى دى. زما په فکر اړتيا ده چې ددې مخه ونيول شي او افغانستان او پاکستان دواړه په دې برخه کې همکاري وکړي چې په زور سره د طالبانو د رامخته کېدو مخه ونيول شي."

پوښتنه: "تاسې د يوې ډېپلماتې په توگه هم افغانستان او هم پاکستان ته بيا بيا تللي ياست. څه فکر کوئ چې دواړه هيوادونه څه شي سره ويشلي دي، د دوى لويه ستونزه څه ده چې غوڅولى يې نشي ؟"

ساداکو اوگاتا: "منم چې ستونزې شته او بيخي پر ځاى دي. که بېرته د طالبانو واک راځي، مانا به يې دا وي چې ټولې هغه برياوې په سين لاهو شي چې په تېرو لسو کلو کې تر لاسه شوي دي. فکر کوم دواړو هيوادو ته په کار ده چې د خپلو ولسونو اصلي غوښتنې په پام کې ونيسي او وگوري چې د خلکو پراخې پرگنې پر څه خوشحالېږي او امنيت يې څنگه خوندي کېدلى شي. له همدې ځايه ده چې د دواړو هيوادو مشران اړ دي چې ډېرې مسالې په پام کې ونيسي. نړيولې ټولنې ته هم په کار ده چې د دواړو هيوادو د پراخو ولسونو غوښتنو ته وگوري چې د خپل خوندي توب هيله لري او غواړي چې له بريدونو نه په امان پاتې شي."

پوښتنه: " که بېرته د ښځو اندېښنو ته ورستانه شو، فکر نه کوئ چې هغوى يو ډول نړيوال ضمانت ته اړتيا لري، ځکه چې د سولې له دې خبرو سره يې اندېښنې ډېرې شوې دي؟"

ساداکو اوگاتا: "داسې نه شي کېداى چې سوله تشې خبرې وې او نتيجه ونه لري. راځئ د ښځو حالت وگورو. سړى نشي ويلى چې د هغوى حالت بيخي سم شوى دى. ښه والى پکې ورو ورو راروان دى، زده کړې کولى شي، د کار حق لري او تر پخوا زياتې له خپلو حقونو خبرې دي. د ښځو ټولنې هم راټوکېدلي دى. زما له نظره ښځې په سوله کې خورا مهمه ونډه درلودلى شي."

پوښتنه: "خو هغه نړيوال ضمانت چېرته دى؟ د طالبانو په واکمنۍ کې پر دوى سترگې پټې شوې وې او هغه مهال ځينو په لوېديځ کې ويل چې دا د ټولنې دود دى. داسې ژمنه شته چې بيا به د د دوى حقونه نه قرباني کېږي؟"

ساداکو اوگاتا: "اوږدې تيارې وې، ځکه چې طالبانو واک چلاوه. شپږ ميليونه کډوال گاونډيو هيوادو ته کوچېدلي وو. د طالبانو تر تگ وروسته خورا ډېر خلک او زما د شمېرو له مخې څلور ميليونه کسان بېرته ستانه شول. ډېرو يې دا امکان تر لاسه کړ چې يو ځل بيا په خپلو کليو کې له سره ژوند پيل کړي. په ښارونو کې حالت لا ښه شو."

پوښتنه: "فکر کوئ د افغانستان په اړه نړيوالې غونډې به د ښځو زړونه ډاډه کړي؟"

ساداکو اوگاتا: "د بن کنفرانس به په سياسي مسايلو راټول وي. او بايد داسې پيغامونه ترې راووځي چې په افغانستان کې دننه ولس يې د اورېدو لېواله دى. داسې لاره دې وړاندې شي چې دا تلقين کړي چې غوره لار، په امن کې ژوند دى، ښه ټولنيز شرايط دي، غورو روغتيايي خدموتونو ته لاسرسى دى، د ښو زده کړو کول دي او ټاکلي ټولنيز فعاليتونه دي. زه خورا هيله منه يم چې دا نړيوال کنفرانسونه به له افغان ولس، په تېره بيا له افغان ښځو سره د مشورې مساله له پامه نه غورځوي او په دې اړه به ترې پيغامونه راووځي. تر کومه چې د جاپاني مرستندويانو خبره ده موږ همدا اوس په افغانستان کې دننه په بېلابېلو برخو کې بوخت يو او دغو هڅو ته به دوام ورکوو."