ويندرېل : د جنگسالارانو ملاتړ ته دوام لويه تېروتنه وه

ويندرېل
Image caption ويندرېل : زه نور برحال ډېپلمات نه يم، کولى شم سپين درته وغږېږم

په افغانستان کې د اروپا تر ټولو جگپوړي مخکني استازي گواښنه وکړه چې زړو او نويو ملېشو د هيواد راتلونکې ته کلک گواښ پېښ کړى دى. فرانسېسک ويندرېل بي بي سي ته وويل چې که له طالبانو سره سوله وهم شي، ملېشې يې ويجاړولى شي.

هغه لوېديځ ځواکونه وغندل چې پخوانۍ ملېشې يې ويجاړې نه کړې او لا نوې جوړوي.

ښاغلي ويندرېل چې د افغانستان پر حالاتو د يوه نړيوال رپوټ له چمتو کوونکو څخه دى، د بن د بل کنفرانس په درشل کې له بي بي سي سره ځانگړې مرکه درلوده.

داود جنبش پيل له دې پوښتنې وکړ چې په افغانستان کې د لوېديځ لويه نيمگړتيا څه بولي؟

فرانسېسک ويندرېل : گڼ شمېر تېروتنې شوي چې د سېنچري فونډېشن په وروستي رپوټ کې نه دې يادې شوي، ځکه چې زموږ ډېرى خو آخر ډېپلماتان دي. خو څرنگه چې زه نور برحال ډېپلمات نه يم، کولى شم سپين درته وغږېږم. فکر کوم د امريکاييانو او، تر څه ځايه د اروپايي هيوادونو ستره تېروتنه دا وه چې د افغانستان په اړه د بن تر کنفرانس وروسته يې د شمالي ټلوالې د جنگسالارانو ملاتړ ته دوام ورکړ. فکر کوم ډېر داسې امکانات رامنځته شول چې کېدى شواى چې د دوى اغېز شنډ شي، وسلې ترې واخيستل شي او ورته وويل شي چې که سياست کوئ، نو له هر ډول ملېشو پرته به يې کوئ. دغه راز موږ په دې کې هم پاتې راغلو چې اداري بنسټ لکه سياسي ادارې او قانوني ادارې رامنځته کړو او ټوله تکيه مو يوازې پر افرادو وکړه."

پوښتنه: "خو د ملېشو د بې وسلې کولو ځينې پروگرامونه پلي شوي لکه ډي ډي ار او ډاياگ؟"

فرانسېسک ويندرېل : "ډي ډي آر خو هسې يوه ټوکه وه. په دې کې ٦٠ زره هغه کسان راتلل چې پخپله يې ځان ملېشه باله، چې ښايي دا شمېر هسې پړسول شوى وي. ځکه چې احمدشاه مسعود له مړينې دمخه ماته ويلي وو چې دى کولى شي له طالبانو سره د يوه رېښتوني جنگ لپاره ايله تر شلو زرو نفر راټول کړي. په داسې حال کې چې اوس شپيته زره راغلي وو چې زړې وسلې وسپاري. خو دغه وسلې هم چاته سپارل کېدې؟ دا کوم نړيوال پوځي ځواک ته نه ورکولې کېدې چې کولى يې شواى له منځه يې يوسي، بلکه د دفاع وزارت ته سپارل کېدې چې په سر کې يې مارشال فهيم و چې پخپله تر ټولو لوى جنگسالار و. نو ځکه دا کوم جدي کار نه و. له ډاياگ او ډي ډي آر پروگرامونو سره نه د ناټو مرسته وه او نه د امريکا د پوځ. او نتيجه يې داشوه چې افغان حکومت پر هغو وسيلو انحصاري کنټرول ونه شواى موندى چې په تاوتريوخوالي کې کارېږي. هېواد هماغسې پر وسلو او قوماندانانو ډک دى چې حتمي نده د دفاع وزارت قوماندې ته ځواب ووايي. او البته چې په دې وروستيو کلو کې د سيمه ييزو پوليسو تر نامه لاندې د ملېشو شمېر نور هم زيات شوى دى."

پوښتنه: "آيا تاسې غواړئ وواياست چې د افغانستان د اوسني حالت انځور دغه دى؟ که دا وي نو ډېر خطر ناک کېدلى شي."

فرانسېسک ويندرېل : "البته چې ډېر خطر ناک دى او دا په هيواد کې د جړې وروستي حل ته رسېدل خورا گرانوي."

پوښتنه: "يعنې تاسې واياست چې حالت اوس په دغه ډول دى؟"

فرانسېسک ويندرېل : "هو، اوس، حالت همدغسې دى."

پوښتنه: "نو له دې نه د وتلو لار څه ده؟"

فرانسېسک ويندرېل :!دا بايد د ناټو او امريکا له پوځيانو نه وپوښتئ چې هغوى ته په افغانستان کې د وروستي حل لار څه برېښي. د ولسمشر کرزي له خوا ځينې هڅې شوي چې له طالبانو سره خبرې وشي، په دې هيله چې ښايي له دې نه يو څه راووځي. خو پوښتنه داده چې آيا د شمالي ټلوالې جنگسالاران او هغه وگړي چې پښتانه نه دي، دغسې حل مني او که نه هغوى لگيا دي ځانونه له سره په وسلو سمبالوي. او زه هغوى په بيا وسله والېدو نه ملامتوم، ځکه روښانه نده چې د امريکا او اروپايي هيوادو د ډېرئ ځواکونو تر وتلو وروسته به حالات پر کومه خوا ځي. دويمه خبره داده چې آيساف لگيا دى په اصطلاح سيمه ييز پوليس جوړوي او په دې ډول نوي زورواکان، هم په شمال او هم په جنوب کې په وسلو سمبالوي. آيا دوى به، که چېرې په سوله د جړې د غوڅېدو هوکړه وشي، په خپله خوښه وسلې بېرته وسپاري؟ که د طالبانو برى يقيني شي، هغوى ته به ور وانه وړي؟ که نه له طالبانو سره به په جگړو بوخت شي او په دې ډول به هيواد د څو کوچنيو کورنيو جگړو په يوې لړۍ کېباسي؟"

پوښتنه: "ستاسې دا خبرې د بلخ د والي عطا محمد نور هغه څرگندونې رايادوي چې د برهان الدين رباني تر مړينې وروسته يې ويلي و چې که حکومت يې امنيت نشي ساتلى، نو دوى به پخپله وسلو ته لاس کړي. مانا دا چې که له طالبانو سره جگړه په خبرو پايته وهم رسېږي، ښايي بله راونښلي؟"

فرانسېسک ويندرېل : د دې لپاره چې د دې مخه ونيول شي، هغه څه چې ولسمشر کرزى او افغان حکومت يې تر ټولو لومړى بايد ترسره کړي، زما په فکر دا دي، چې د شمالي ټلوالې له مشرانو او په افغانستان کې دننه له سياسي مخالفينو سره د نظر يوې پراخې اجماع ته ورسېږي چې له طالبانو سره څه ډول خبرې کېدلى او هغوى ته څه ډول امتيازونه ورکول کېدلى شي. وروستى بريد به چېرې وي چې تر هغه وړاندې تگ نشي کېدى؟ په دې ډول نو چې کله ولسمشر يا يې پلاوى، طالبانو ته څه وايي دا به يوازې دده خبره نه وي، دا به په کابل کې د يوې لويې ټولنې غږ وي."

پوښتنه: "په کابل کې سياسي مخالفين وايي چې له طالبانو سره د خبرو پر ځاى دې له پاکستان سره خبرې وشي او داسې برېښي چې ولسمشر هم دغسې يوې نتيجې ته رسېدلى وي. تاسې څه واياست؟ آيا دا رېښتيا ده چې طالبان خپلواک نه دي او که څوک سوله غواړي، نو له پاکستان سره دې سوله وشي؟"

فرانسېسک ويندرېل : پاکستان يو ډېر مهم لوبغاړى دى، په دې خبره کې هېڅ شک نشته. خو لکه هماغسې چې د افغانستان په اړه زموږ د سېنچري فونډېشن په وروستي رپوټ کې راغلي، زموږ په نظر مهم ټکى دا دى چې طالبان ددې جوگه وي چې د پاکستان له اغېز پرته، په خپلواک ډول خبرې ترسره کړي. پر همدې بنسټ و چې موږ د طالبانو لپاره په کوم درېيم هيواد- لکه قطر، دوبۍ يا بل داسې ځاى کې د يوه رابط دفتر، د يوې سياسي استازۍ د پرانستلو وړانديز کړى دى. دا به طالبانو ته دا وس ورکړي چې د پاکستان له خوا د فشار له احساس پرته وغږېږي. له دې سره جوخت، پر پاکستان هم سترگې پټېدلى نشي. فکر کوم هم د امريکا حکومت او هم ولسمشر کرزي ته مهمه داده چې له پاکستان سره تماسونه جاري وساتي. موږ د ملگرو ملتو د سرمنشي د يوه ځانگړي استازي د گومارنې وړانديز کړى چې ددغو ټولو ناستو لار هوارولى شي. ځکه که له پاکستان سره خبرې کېږي، هند او ايران دې هم په دې بهير کې را ښکېل کړى شي. نو دا يو پېچلى بهير دى چې ښايي د يوه منځگړى يا مرستندوى همکارۍ ته اړتيا ولري."

پوښتنه: "له دې سره جوخت تاسې په خپل وروستي رپوټ کې دا يادونه هم کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه جړه، د ډيورنډ د کرښې ده. پوښتنه داده چې که طالبان له پاکستان نه په خپلواک ډول خبرو ته حاضر هم شي، دا ضمانت څوک کولى شي چې د پاکستان له لوري به بله وسله واله ډله په افغانستان کې د ورانکارۍ لپاره نه راځي، ځکه چې ددغو دوو هيوادو ترمنځ ډېرې نا حل مسالې شته؟"

فرانسېسک ويندرېل : لکه مخکې مې چې وويل له طالبانو سره غږېدا، له پاکستان سره د هممهالو نژدې خبرو مخه نه نيسي. امريکا، اروپا او افغان حکومت ته په کار ده چې د پاکستان پر اندېښنو ځان خبر کړي چې ځينې به يې پر ځاى نه وي، خو نورې به وي. که څه هم زه فکر نه کوم چې د ډيورنډ کرښه دې غټه لانجه وي، خو که د روغې يوه لويه طرحه جوړېږي، نو هيله به دا وي چې د ډيورنډ د کرښې مساله هم راونغاړي. په پاکستان کې اندېښنه ده چې ښايي د هند او افغانستان په منځ کې راگېر او وزبېښل شي، ځکه چې افغانستان د هغوى له نظره هند ته له حده ډېر نژدې شوى دى. نو په کار ده چې دې ټکي ته پام وشي او پر دې له هند او پاکستان – دواړو سره خبرې وشي."

پوښتنه: "په دې هرڅه کې د ايران اندېښنې څه دي او هغوى څه ډول راگډېدلى شي؟ څه ډول پر دې ډاډه کېدلى شي چې په افغانستان کې د لوېديځ شتوالى ورته گواښ نه جوړوي؟"

فرانسېسک ويندرېل : لومړۍ خبره خو داده چې ايران، د افغانستان له دوو لويو گاونډيو څخه يو دى. او ښکاره ده چې په افغانستان کې دننه خپلې ملي گټې لري. ايران د بن په کنفرانس کې خورا گټوره ونډه واخيسته او موږ پر هغه مرسته چې ايرانيانو موافقې ته په رسېدو کې وکړه، ډېر خوښ و. نو فکر کوم چې د هغوى راگډولو ته اړتيا ده. د امريکا حکومت ته به زما په فکر گرانه وي چې مخامخ له ايران سره خبرې وکړي او ښايي دلته هم د يوه درېيم اړخ مرستې ته اړتيا پيدا شي. او مخکې تر دې چې په افغانستان کې د لوېديځ يا امريکا د پوځي اډو د شتوالي يا نشتوالي پرېکړه وشي، بايد هڅه وشي چې له ايران سره پر دې موضوع گډه ژبه وموندل شي."

پوښتنه: "خو دا هرڅه څومره امريکا ته د منلو وړ دي، ځکه ځينې پر امريکاييانو تور لگوي چې دوى پخپله ددې ټولو لانجو غوڅېدل نه غواړي او بيخي د خبرو له کېدو سره مينه نه لري؟"

فرانسېسک ويندرېل : زما اخيستنه داده چې امريکا اوس بيخي سپين ويلي چې له طالبانو سره د خبرو ننگه کوي او ځينې تماسونه خو لا دمخه ټينگ شوي دي. مهمه خبره د يوه داسې بهير جوړول دي چې سم وچلېدلى شي او امريکا او پخپله افغانان پکې مهمه ونډه ولري. نو که څوک د پرمختگ هيله لري پر دې دې غور وکړي چې دا کار څه ډول سمبالېدلى شي."

پوښتنه: " څومره نړيوالې غونډې د افغانستان د لانجې له غوڅېدو سره مرسته کولى شي؟"

فرانسېسک ويندرېل : د نړيوالو غونډو په جوړېدو کې څه بدي نشته، خو څه ته چې اړتيا ده هغه ژورې خبرې دي، چې په آرامه فضا کې د نورو تر نظره لېرې وشي او ټول سيمه ييز مهم لوبغاړي او دغه راز پخپله مهم

افغان لوبغاړي ورته وبلل شي او چې يو ځل د ټولو اندېښنې واورېدل شوې، تر هغه وروسته دې داسې يو فورمول جوړ شي چې ټولو ته د منلو وړ وي. او هر کله چې د ټولو نظر يو شو، هله دې نړيواله غونډه راوبلل شي چې تر شا يې ودرېږي. نو فکر کوم هغه کنفرانسونه چې سم چمتووالى ورته نه وي شوى، ښايي تر هغه ډېر لږ څه ترې راووځي چې خلک يې هيله کوي."

پوښتنه: "ښه، که تر ٢٠١٤ کاله هېڅ ونشول او حالات همداسې پاتې شول، نړيوال پاتېږي، که وځي او افغانستان پر خپل حال پرېږدي؟"

فرانسېسک ويندرېل : لوېديځ او نړيواله ټولنه په افغانستان کې بوخته پاتې کېږي، خو پوښتنه داده چې په پوځي ډگر کې به هم بوخت پاتې شي که نه. فکر کوم د امريکا او اروپايي هيوادو خلک په کلکې لېوالتيا سره غواړي چې ووځي. خو که هېڅ ډول موافقه ونشوه، ماته ددې خبرې منل گران دي چې له يوې مخې دې وتل پيل شي. يو شمېر پوځيان به پاتې کېږي – څه د روزنې لپاره او څه هم د افغان لوري د پوځي مرستې لپاره. خو راځئ چې هيله من واوسو. له نن تر هغې شېبې درې کاله لا شته او بايد ډېر کلک زيار وايستل شي چې په دې دريو کلو کې يوه مثبته نتيجه راووځي."

ورته مطالب