لوگر کې ځانمرگي په لسگونو ملکيان ټپيان کړل

لوگر
Image caption په لوگر کې عيني شاهدان وايي ډير ملکي وگړي ټپيان شوي دي

عیني شاهدان وايي چاودنې په سیمه کې پراخه ویجاړي جوړه کړي.

د محمد اغې ولسوالۍ د يوۀ روغتون ډاکټر احمد شکيب بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې دوى ته ٧٠ کسه ټپيان درملنې ته وروستل شوي دي.

د ډاکټر شکېب په وينا د ټپيانو ډيره برخه د ښځو او ماشومانو ده.

دۀ وويل تر اوسه يو کس وژل شوى خو د څلورو نورو ټپيانو وضعيت ښه نه ښکاري.

بهرنیو ځواکونو تر دې دمه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر پېښې وروسته امبولانسونه سیمې ته ورغلي، او څرخي الوتکو هم الوتنې کړي.

دغې درنې چاودنې شاخوا سیمې سختې لړزولي او په نژدې کلیو بانډو کې یې دروازې، کړکۍ او شیشې ماتې کړي چې له امله یې د عامو وګړو د ټپیانو شمېره هم لسګونو کسانو ته رسېدلې.

د لوګر ولایت د امنیې قومندانۍ جنايي آمر محمد جان عابد بي بي سي ته وويل برید کوونکي غوښتل چې په چاودېدونکو موادو بار موټر د ایتلافي ځواکونو اډې ته ننباسي خو وړاندې تر هغه یې د پاملرنې موسسې له دفتر سره وجنګاوه.

ادعا

خو عیني شاهدان د ټپیانو شمېره ډېره لوړه ښيي .

ایتلافي ځواکونو تر دې دمه د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد خبري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې یې ګڼ شمېر بهرني پوځيان وژلي.

مجاهد ادعا کوي چې برید کوونکي په خپل موټر کې څوارلس ټنه چاودیدونکي توکي بار کړي وو.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د میدان وردګو په ولایت کې هم پر یوې امریکايي اډې ورته برید شوی و چې لسګونه کسان پکې ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په لوګر ولایت کې اته تنه پاکستاني انجينیران د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي، چې د چارواکو په وینا لا تر اوسه یې څرک نه دی لګېدلی.

خو د هغوی د سپرلۍ موټر د ولایت په مرکز کې موندل شوی دی.

ورته مطالب