څارنوالي: د کابل ۷۰٪ دولتي ځمکې زورواکو ولکه کړي

کابل
Image caption ويل کېږي چې په کابل کې زرګونه جريبه ځمکه زورواکو لاندې کړې ده.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي يوازې په پلازمېنه کابل کې اويا سلنه دولتي ځمکې د زورواکو له خوا ولکه شوي، چې دوى يې دا مهال په پلټنه بوخت دي.

د لويې څارنوالۍ سرچينې دا مني چې پر دولتي ځمکو تول خيټه اچونکي د دولت پر لوړو څوکيو کار کوي، خو په دې تړاو د چا نوم نه اخلي.

دغه راز دغه سرچينه وايي د افغانستان د ملي امنيت د شورا له اړخه کابل ښاروالۍ او لويې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې چې د دغو ولکه شويو ځمکو اسناد او قبالې وپلټي او ولکه کونکي يې د قانون منگولو ته وسپاري.

په افغانستان کې د دولتي ځمکو ولکه کول هغه څه دي چې په تيرو لسو کالو کې يې په اړه ډير څه ويل شوي، خو تر ننه پورې داسې څوک د قانون منگولو ته نه دي سپارل شوي چې پر عامه ځمکو يې خيټه اچولې وي.

که څه هم په افغانستان کې د دولتي ځمکو ولکه کول کومه نوې خبره نه ده، خو دا ځلې د افغانستان لويه څارنوالي د داسې يوې واکمنې جرگگۍ د جوړيدو خبره کوي چې د دوى په ټکو په تير کې نه ده جوړه شوې.

لويه څارنوالي وايي هغه ارزونې چې کابل ښاروالۍ تر سره کړي ښيي چې يوازې په پلازمېنه کې شاوخوا اويا سلنه دولتي ځمکه د زور واکو له خوا ولکه شوې ده.

څارنوالي وايي چې دغو کسانو د دغو ولکه شويو ځمکو لپاره کلپې يا جعلي قبالې هم جوړې کړې دي.

د لويې څارنوالۍ پر قانون د څار او نظارت د برخې مشر څارنپوه احمد بيک قادري وايي چې کابل ښاروالۍ دا مهال د دغو ځمکو د اسنادو پر ارزولو کار کوي:

"د کابل ښاروالۍ اويا سلنه ځمکه د کلپو اسنادو پر اساس د زورواکو او د ځمکې د مافيايي کړۍ له خوا ولکه شوي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ له مقامه سپارښتنه شوې چې د دغو ځمکو کادستري اسناد وڅيړي او له چمتو کولو وروسته دې لويې څارنوالۍ ته وسپاري، بيا به مالومه شي چې دغه ځمکه څومره ده او څنگه ولکه شوې ده."

خو لويه څارنوالي وايي هوډمن دي د ځمکو ولکه کونکي به د قانون منگولو ته سپاري، سره له دې چې ښاغلى قادري په کابل کې د ځمکو ولکه کونکي زورواکي بولي.

که څه هم دوی د چا نوم په خوله نه يادوي، خو وايي د ځمکو ولکه کونکي په هره کچه چې وي، دوى به يې د قانون منگولو ته وسپاري:

"موږ د ځمکو ولکه کونکو او هغو کسانو ته چې جعلي اسناد يې جوړ کړي خبردارى ورکوو چې زموږ کړنه به له هغوى سره جدي وي. دغه کسان که په هره څوکۍ او هر مقام کې کار کوي، موږ به هغوى ته قانوني سزا ورکړو.

د ولسمشرۍ د سپارښتنو سره سم چې لويې څارنوالۍ ته يې کړي خپلې چارې پر مخ بيايو، موږ به د ځمکو د مافيايي کړيو سره جدي مبارزه کوو."

په افغانستان کې د ځمکو غصبيدل د تيرو لسو کالو راهيسې د رسنيو د سر، سر خبره پاتې شوې، او هره پلا ځينو چارواکو ويلي چې په افغانستان کې دولتي ځمکې د هغو زورواکانو له خوا ولکه کېږي چې هم په دولت کې لوړپوړي چارواکي دي او هم د ځمکو له مافيايي کړيو سره تړاونه لري.

له نن نه شاوخوا درې کاله وړاندې د افغانستان د ښاري پراختيا پخواني وزير يوسف پښتون ويلي وو چې په گرد افغانستان کې شاوخوا درې ميليونه جريبه ځمکه ولکه شوې او په دې تړاو يې د دولت د دويمې او دريمې درجې چارواکو نومونه هم ياد کړي و.

خو له هغې وروسته ښاغلى پښتون له خپلې دندې گوښه شو، ځيني کسان وايي چې ښايي د ښاغلي پښتون د گوښه کيدو يو لامل هم همدا وو.

ورته مطالب