د ياسيني يادښتونه: د بن تر کانفرانس مخته

بن

د بن په کانفرانس کې د افغانستان په راتلونکي خبرې روانې دي

د بن کانفرانس چې له ‌ډېره وخته یې خبري رسنۍ یادوي دا دی ‍‍ پېلېدونکی دی.

هسې خو له لومړۍ ورځې نه مې د یوه خبریال په توګه په دې کانفرانس یو څه فکرکاوه، خو کله چې راته د دفتر لخوا وویل شول چې زه به د دې نړيوال کانفرانس ‌د خبري ‍پوښښ لپاره ځم تلوسه مې نوره هم ډېره شوه.

له هماغې ورځې مې لټون یوڅه نور هم چټک کړ چې ‌ دې کانفرانس سره تړلي مطالب وګورم

د المان د کولن په هوایي ‌ډګر له کو‌زېدو وروسته ، د بن ښار ته چې له هوایي ‌ډګر څخه ۲۲ کېلومتره لرې دى، له ننوتلو سره په دې ښار کې له ورایه معلومېده چې کانفرانس ښار کې وضعه بدله کړې.

یو خوا د چپیانو مظاهره وه، بل پلو هرې خواته د ‍‍پولېسو ګزمه . مظاهره کوونکو غوښتنه دردلوده چې (افغانستان څخه دې ټول بهرني پوځیان راوویستل شی، او هغه پېسې چې په پوځیانو هلته لګول کیږي هغه دې ‍په ملکي چارو ولګول شي).

د جګړې د پای هرکلی به نژدې هر څوک کوي، خو دا به څنګه باوري کيږي که دا بهرنیان وځي بیا به په رښتیا هم مرستې کوي؟

په دې ښار کې له ورایه معلومېده چې کانفرانس ښار کې وضعه بدله کړې

که ويې هم کړي ساتي به یي په چا؟

سره د دې چې اوس هم د ډېرو په اند د روانو مرستو ډېره برخه له پولې اوړي....دا چې زما خبره د بن له دې وړوکي ښار نه اخوا د رېن د سېن(دا سېن چې د دې ښار نه تېرېږي همدا اوس په کې د ښار د څراغونو د رڼا ګانو انعکاس د لېکنې پرمهال زما پام وراړوي) په اوبو بل لوري ته لاړې نه شي.

ماښام د چپیانو هغې مظاهرې ته چې په همدې سین ېوې لوېې بېړۍ کې جوړه شوه ورغلم، د دوی ېوه لویه غوښته افغانستان څخه د پوځیانو راویستل وو چې د شعارونو په توګه ېې په بېړۍ لېکلې وه.

د بن دا دوېم کانفرانس له دې پلوه هم ماته په یو ‌ډول په زړه پورې دی چې لس کاله مخکې چې کله د بن لومړنی کانفرانس روان وو، زه به نژدې هرو دوو ورځو کې د ننګرهار له س‍پین غر هوټل څخه د جلال اباد جنوب کې د طالبانو او نورو وسله والو یوه وروستي مرکزته تللم .

هغه وخت خلکو ‌د دې لپاره خبریالانو ته به رادیوګانو کې غوږ نېولو چې جګړه به کله ختمیږی، هغه وو چې د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په ۱۵ توربوړې سقوط وکړ، د توربوړې او نورو نښتو د بن د لومړني کانفرانس نه د خلکو ‍پام اړولی وو او نه هم له دې خبرو چې بن کې څه روان وو.

خو فکر کوم که څه هم چې ځیني ادعا لری چې د بن ‌د دویم کانفرانس اعلامیه ليکل شوې او ‌‌ژباړل شوې هم ده خو دا ځل به نه یوازې خلک پرې خبرېدل غواړي، چې بیا داسې څه مخې ته رانه شي چې ۱۰ کاله وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د بن بل کانفرانس یعنې دریم هغه ته اړتیا م پېښه نه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .