بن: له افغانستان سره مشروط لس کلن ملاتړ

بن کنفرانس
Image caption په اعلاميه کې د ملکيانو خونديتوب، د قانون واکمني او د فساد پر وړاندې مبارزه مهم ټکي وو.

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه جوړ شوی يو ورځنی کنفرانس چې د نړۍ د شاوخوا سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو نژدې ۱۰۰۰استازو په کې ګډون کړی وو، د يوې اعلاميې په خپرولو پای ته ورسېد.

په کنفرانس کې افغانستان ژمنه وکړه وروسته له هغه چې په ميلادي ۲۰۱۴ کال کې نړيوال ځواکونه له افغانستان نه وځي د نړيوال ملاتړ د دوام لپاره به د فساد پر ضد خپله مبارزه چټکوي.

د بن کنفرانس په پای کې په خپره شوې اعلاميه کې هم دا ويل شوي چې نړیواله ټولنه د ښې حکومتولی په شرط چمتو ده چې له افغانستان نه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته يوه لسيزه د افغانستان ترڅنګ ودرېږي.

د دويم بن کنفرانس وروستۍ اعلاميه ۳۳ بندونونه لري چې په سر سر کې يې په ۲۰۱۴ کال له افغانستان سره د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته اوږدمهاله ژمنه ياده شوې ده.

په دغه اعلاميه کې د ملکيانو خونديتوب، د قانون واکمني او د فساد پر وړاندې مبارزه مهم لومړيتوبونه په ګوته شوې دي.

د نړيوالو مرستې

په اعلاميه کې ويل شوي چې نړیواله ټولنه به تر ۲۰۲۴ کاله پورې له افغانستان سره د امنيت، سولې، ښې حکومتولی، اقتصاد او د بيا رغونې په برخو کې مرستې کوي.

په اعلاميه کې د افغان حکومت د واکمنۍ د پياوړي کولو او پراخو لپاره د ولايتي بيارغونې ډلو يا پي آر، ټي په پړاويز ډول د له منځه تللو ژمنه شوې ده.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول مهم بلل شوی او له هغه څخه ملاتړ شوی دی.

په اعلاميه کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد د بهير هرکلی شوی او په کې ويل شوي چې له ۲۰۱۴ وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن وي، او دا هم منل شوې چې له دې وروسته هم افغانستان بهرنيو مرستو ته اړتيا لري.

په اعلاميه کې دغه راز له امنيت سره په تړلې موضوع د سولې پر بهير هم تاکيد شوی او په کې ويل شوي چې د سولې له پروسې پرته په افغانستان کې ټيکاو نه شي راتلی او دا د افغانستان لپاره اړينه ده.

د سولې په تړاو په اعلاميه کې له سيمه ييزو هېوادونو هم غوښتل شوي چې د سولې له پروسې او دغه راز يې د پايلو ملاتړ وکړي.

له افغانستان نه غوښتنې

افغانستان چې د نړېوالې ټولنې غړی او په سيمه کې د اوسنۍ کشالې يو مهم اړخ دی په اعلاميه کې ترې غوښتل شوي چې په هېواد کې له ګڼ ګونديز سيستم نه ملاتړ وکړي، قانون پلی کړي، بشري حقونو ته درناوی ولري او بهرنۍ نړۍ به په دې برخه کې ورسره بشپړه همکاري کوي.

په اعلاميه کې په دې هم ټينګار شوی چې افغانستان له پام وړ پرمختګ سره سره د خپلو ادارو پياوړي کولو ته ضرورت لري او حکومت بايد خپلې ټولې چارې په درست هېواد کې ښې کړي.

دغه راز په اعلاميه کې د افغان حکومت د اقتصادي چارو د ستراتيژۍ ملاتړ شوی او له افغان حکومت نه په ټينګه غوښتل شوي چې له خپله لوري روڼ مالي سيستم رامنځته کړي.

ورته مطالب