د کابل په ځانمرګي بريد کې د وژل شويو شمېر ۵۴ ته ورسېد

Image caption په کابل، مزار او کندهار کې چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې چې ډېری قربانيان يې شيعيه ماتم کوونکي دي.

افغان چارواکي وايي چې په کابل يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۵۴ شيعيه زيارت کوونکي وژلي دی.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند کارګر نور اوغلي بي بي سي ته وويل چې په بريد کې د ټپيانو شمېر ۱۶۴ ته رسېدلی دی.

په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ده وويل چاودنه د کابل په دويمه ناحيه کې د مرادخانۍ په سيمه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه پرته ده د ابوالفضل زيارت مخې ته شوې ده.

چاودنه نن سې شنبه له غرمې مخکې رامنځته شوه.

له ارګ نه په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې افغان ولسمشر حامد کرزي د ملکيانو وژل کېدل په سختو ټکو غندلي او د قربانيانو له کورنۍ سره يې خواخوږي ښوولې ده.

په مزار او کندهار کې هم چاودنو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان په شمال مزار کې یوې چاودنې څلور کسه وژلي او له شلو ډېر يې ټپيان کړې دي.

د کندهار د چاودنې له امله پنځه کسه ټپيان شوي چې دوه يې پوليس دي.

دغه پیښه د كندهار ښار د دريمې حوزې اړوند د چهارسوق څلور لارې كي د هغو چادویدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې په یوه موتر سایکل کې ځای پرځای شوي وو.

نور جزييات وروسته خپريږي

ورته مطالب