هلمند: د سړک د غاړې ماين ۱۹ ملکيان وژلي

Image caption په دغه پېښه کې د يوې کورنۍ اووه غړي شامل دي.

د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې چارواکي وايي چې ۱۹ ولسي وګړي د يوې چاودنې په پایله کې وژل شوې دي.

د هلمند د والي وياند داود احمدي د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې په چاودنه کې پنځه کسه نور ټپيان شوې دي.

ښاغلی احمدي وايي پېښه نن چارشنبه له غرمې وړاندې په یوولس بجو د هملمند د سنګين ولسوالۍ په امان الله کاريز سيمه کې رامنځته شوې ده.

دی وايي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکيانو د سورلۍ یو ميني بس موتر د سړک د غاړې پر يوه له مخکې ځای پر ځای شوي ماين ور برابر شو.

د هلمند ولايت د افغان ځواکونو د همغږۍ د دفتر مشر محمد اسمعیل وايي چې د وژل شوېو لويه برخه ښځې او ماشومان دي.

دوی وايي د وژل شويو اووه تنه یوازې د يوې کورنۍ غړي وو.

هلمند يو وخت له امنيتي اړخه د افغانستان تر ټولو ناارامه ولايت بلل کېده، خو له تېر کال راهيسې په دغه ولايت کې د تاوتريخوالي کچه رالوېدلې ده.

ورته مطالب