کرزي د کابل او مزار د بريدونو له امله د اروپا سفر لنډ کړی

افغان ولسمشر د انځور حقوق Reuters
Image caption افغان ولسمشر به هېواد ته په رسېدو د پېښې له قربانيانو او د هغوی له کورنيو سره وګوري.

افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د پرونيو خونړيو بريدونو له امله برتانيې ته خپل سفر لغوه کړی دی.

پرون په کابل کې ارګ ته نژدې د مرادخانۍ په سيمه کې د اباالفضل زيارت مخې ته يوه مرګوني ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۵۴ کسه ووژل چې ډېری يې شيعيه ويرجن وو.

په دغه بريد کې شاوخوا ۱۵۰ کسه نور ټپيان شول.

د افغانستان په شمال مزار شريف ښار کې هم د يوه بريد په پايله کې څلور شيعيه زيارت کوونکي ووژل شول او نژدې شل نور ژوبل شول.

د دواړو بريدونو هدف ظاهرآ شيعيه وګړي وو.

له ارګ نه خپره شوې وينا پاڼه کاږي چې ښاغلی کرزی پرون سه شنبه په جرمني کې وو او غوښتل يې چې نن چارشنبه له لومړي وزير ډېوېډ کېمرون سره د خبرو لپاره برتانيا ته ولاړ شي، خو اروپا ته يې خپل سفر را لنډ کړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل: "دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې پر داسې يوه مذهبي ورځی اورپکی بريد کېږي."

چاودنې د شيعيه مسلمانانو په کلنيو مراسمو عاشورا شوي چې د شيعيه مسلمانانو لپاره له ارزښت ډکه ورځ ده او په دغه ورځ په افغانستان کې عمومي رخصتي وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې پر مذهبي مراسمو ځانمرګی بريد کېږي.

پرون د عاشورا لسمه وه چې په دغه ورځ د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص عليه وسلم لمسی اما حسين ع شهيد شوی وو.

په تېرو کلونو کې له دې سره سره چې د شيعيه او سني مسلمانانو ترمنځ وخت ناوخت ستونزې او جنجالونه پيدا شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر شيعيه وګړو ځانمرګی بريد کېږي.

وړاندې تر دې دا ډول بريدونه تر ډېره پر حکومتي چارواکو، انجيوګانو او بهرنيو ځواکونو ترسره کېدل.

د تاوتريخوالي دغه ډول پېښې چې يوازې د يوه مذهب پيروان په کې په نښه کېږي، کله نا کله په پاکستان او عراق کې هم لېدل کېږي.

وسله والو طالبانو ويلي دا بريد دوی نه دی کړی، د دوی له لوري يوه خپره شوې وينا پاڼه کې دا بريد غېر انساني او غير اسلامي بلل شوی دی.

وينا پاڼه کاږي چې په دې ډول کارونو، يو شمېر بهرنۍ کړۍ غواړي په افغانستان کې د مېشتو مذهبي ډولو ترمنځ کرکه او نفرت پيدا کړي.

په کابل کې د شوي ځانمرګي بريد پړه په پاکستان کې يوې اورپکې ډلې په غاړه اخيستی دی، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي دا کار د وسله والو طالبانو وښود.

ورته مطالب