وزارت: د کندز تيزاب شيندونکې ډله مو ونيوله

کندز
Image caption په پېښه کې د يوې کورنۍ پر پنځو کسانو تيزاب شيندل شوي و چې درې نجونې او د هغوى مور هم پکې وه

کابل کې د کورنیو چارو وزارت وايې چې هغه نا قانونه وسله واله ډله يې نيولې، چې شا و خوا دوه اوونې وړاندې يې په کندز ولایت کې پریوې کورنۍ تېزاب شیندلي و.

د کورنیو چارو وزارت له عدلي او قضايې ادارو څخه غواړي چې نیول شویو کسانو ته سخته سزا واوروي.

د کورنیو چارو وزارت وسلوالو ډلو ته خبرداری ورکوي، که بیا هم تاوتريخوالى روان وساتي ، نو له سختې سزا سره به مخامخ شي.

شا و خوا دوې اونۍ مخکې د کندز ولایت د شور آبي په کلي کې يو شمير وسلوال د يوه سيمه يېز کس کورته ننوتل او دهغه پر دريو لوڼو او ميرمن يې تيزاب وشيندل چې کشره يې ٦ کلنه بله نهه کلنه او مشره يې ١٧ کلنه وه.

نا قانونه وسلوالې ډلې

د کورنیو چارو وزارت وايې چې د یادې پېښې په تور يې پرون په کندز ولایت کې یوه دری کسیزه ډله نیولې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايې چې دا ډول نا قانونه وسلوالې ډلې په یوشمېر سیمو کې داسې کړنې تر سره کوي چې د تاوتریخوالي لامل کيږي.

خو نوموړى له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتنه کوي چې دغو کسانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي.

په افغانستان کې ډيرځله پوست سوونکي تيزاب د ښځو پر مخونو او بدنونو شيندل شوي دي.

ویل کیږي، چې تېزاب په افغانستان کې ډېر وخت د ښځو پر ضد کارول کیږي.

د قرباني شويو نجونو پلار، سلطان محمد، چې له رسنیو سره يې خبرې کولې وویل دغه پېښه يې د ١٧ کلنې لور تر واده ۳ ورځې مخکې وشوه.

نوموړی وايې چې دوه کاله مخکې ده ونه غوښتل چې خپله لور د يوې ناقانونه وسلوالې ډلې یوه غړي ته ورکړي.

سلطان محمد، له ولسمشر حامد کرزي او عدلي او قضايي ادارو وغوښتل چې نيول شويو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

( له ولسمشر څخه هیله کوم چې دغه جنایتکارانو ته سزا واوروي او سخته سزا ورکړي. له سترې محکمې مې غوښتنه ده چې دغه ظالمو جنایتکارانو ته سزا واوروي.)

د قرباني شویو نجونو پلار سلطان محمد وايې دا چې د پېښې په شپه له وهلو وروسته بې هوښه شوی و نو ده ته په پېښه کې ټول ښکېل کسان وریاد نه دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پېښې څو ورځې وروسته يې په کندز کې د هغې په تور یو تن نیولی و چې بیا دغه دری کسیزه ډله يې هم د هغه په مرسته ونیوله.

دغه وزارت وايې دوی هڅه کوي په دې پېښه کې ټول ښکېل کسان ژر تر ژره ونیسي.

ورته مطالب