د افغانستان 'لشکر جنګوي' ډلې د عاشورا برید پړه ومنله

ځانمرګی برید
Image caption برید د کابل ښار دویمې ناحیې د مرادخانۍ په سيمه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه پرته ده د ابوالفضل زيارت مخې ته وشو.

د طالبانو یوې پلوي ډلې بي بي سي ته ویلي، چې کابل کې د شیعه ګانو پر زیارت کوونکو برید د هغو هڅو یوه برخه ده چې شیعه ګان پکې په نښه کېږي.

د افغانستان د 'لشکر جنګوي' ډلې تازه جوړه شوې چې د افغانستان او پاکستان په دواړو سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.

ویل کېږي چې دغه ډله د پاکستان د لشکر جنګوي تر اغېز لاندې یوه سخت دریځه ډله ده، چې افغانستان او پاکستان کې یې سلګونه ولسي وګړي وژلي دي.

لشکر جنګوي ډله د پاکستان پنجاب ایالت کې جوړه شوې هغه ډله ده چې په دغه هېواد کې د شیعه ګانو پرضد بریدونه کوي.

د تېرې عاشورا پر ورځ په کابل کې ځانمرګي برید لږترلږه ۶۰ کسان ووژل.

علي شیر خدا

د پاکستان بلوچستان ایالت کې د بي بي سي خبریال شعیب حسن په یوه پټ ځای کې د افغانستان د لشکر جنګوي له مشر علي شیر خدا سره کتلي دي.

شیر خدا د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې دغه ډله د کابل برید په رسمي توګه امر نه دی ورکړی، خو دا هم نه ردوي چې ګني یو غړي یې دغه برید ترسره کړی دی.

نوموړي دا هم منلې چې د کابل برید د یوې داسې لړۍ برخه ده، چې افغانستان کې شیعه ګان پکې په نښه کېږي.

ده دا هم ویلي چې دغه برید د هغه چا لپاره د توپیري چلند پروړاندې مبارزه ده چې ده د شیعه ګانو واکمنه مشرتابه وبلله.

کله چې له نوموړي د شیعه زیارت کوونکو د وژلو په اړه وننګول شو، علي شیر خدا دا دلیل رامخې ته کړ چې ''دا له هغه څه سره د مقابلې یوازینۍ لار ده'' چې ده د شیعه ګانو له خوا یو جنایت کارانه چلند وباله.

داسې څه چې په سني مېشتو سیمو کې د شیعه ګانو د بیرغونو او لوحو ځړول دي.

د بي بي سي خیریال شعیب حسین وايي دغې پرمختیا داسې ګنګوسې راپورته کړې چې کېدای شي له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په کورنۍ جګړه کې ورښکېل شي.

د افغانستان ولسمشر دا خبره کوي چې پاکستان له دا ډول بریدونو سره په مرستې کولو سره د افغانستان بې ثباتۍ ته لمن وهي.

خو علي شیر خدا دا خبره رد کړه چې ګني له ډلې سره یې د پاکستان د امنيتي سرچینو ملاتړ دی.

هغه وايي چې د نیمروز ولایت اوسېدونکی او د خپلې ډلې د نورو غړو په څېر د افغانستان یو وګړی دی.

ورته مطالب