د یاسيني یادښتونه: د دسمبر پنځمه د بن کانفرانس د اعلاميې ورځ

بن
Image caption د غونډې له پېلېدو وړاندې داسې ګونګسې وې چې د سفیر په کچه د پاکستان یو پلاوی هم غونډې ته راروان دی، له همدې امله ډېروخبریالانو هڅه کوله چې ‌د پاکستان چوکۍ معلومه کړي، چې تراخره تشه وه.

ددې اوونۍ د پیل په څېر د دسمبر پنځمه نېټه چې د کانفرانس اصلي ورځ وه، په لوی شمېر کې د پولېسو شتون بن ښار د پوليسو په ښار بدل کړی وو.

د هغوي توت پاڼې شین رنګه ېونيفارم ‍پخوانی جنګی فلمونه را په ‌زړه کول، ېوه ټیکسي چلوونکي په وینا (ددې کانفرانس له امله د خلکو ټول ‌ژوند په ټپه ولاړ دی).

هسې د خبریالانو کارونه يې هم سخت کړی وو، که د هوټل له یوه تالار بل ته څوک تلل، داسې برېښېده لکه څوک چې هوايي ډګر ته ورځي، له همدې امله هغه ژورنالستانو چې د کانفرانس د پرانستونکې غونډې ته ورتلل یوه ورځ مخکې ورته ویل شوی وو چې د سهار په شپږو بجو د مطبوعاتو مرکز ته ورشئ که ناوخته کیږي بیا به پاتې وي.

زه هم د همدې خبریالانو په ډله کې وم، له شپې مې دا فکر کاوه چې سبا به د کانفرانس خبري پوښښ لپاره کوم پلان سره مخکې ځم، په همدې لړ کې مې د فکر تارونه جنګول چې خوب هم له سترګو کډې وکړې، او هغه هم په داسې حال کې چې د ملا اذان نه وړاندې د مطبوعاتو مرکز ته تګ راپه غاړه وو.

کوم وخت لپاره چې موږ غوښتل شوي وو، د ‌ژمې په دې شپو ورځو په کې د جرمني د وخت ترمخه د سهار لمونځ هم نه وي روا.

مطبوعاتي مرکز ته له رسېدو سره د افغاني ځوانو خبریالانو ډله مې ولېده چې ددې کانفرانس لپاره له کابله راغلي وو.

يوه له روغبړ سملاسي وروسته وویل (دومره وختي یې راغوښتی چې د سهار لمانځه نه سم لاسي وروسته له هوټله راووتلو).

زه لږ غلی شوم، بیا مې ورته وويل چې تر اوسه خو لا د لمونځ داخلېدو ته وخت پاتې دی ځکه چې ماسره موبایل کې د لمانځه مهال وېش وو، خدای خبر چې دوی به په تېرې نېمې اوونۍ کې به څومره لمونځونه په بل وخت کې کړی وي.

خدای دې ورقبول کړي، مرکز کې د سهار چای مو دومره وختي وڅښه لکه د روژې ‍ېشنمی، اخر هم د بس موټرو لړۍ پېل شوه، خو خلک به ورته له تالاشۍ وروسته ورختل، ځکه چې دې موټرو کې به خبریالان د کانفرانس تالارته مخامخ وړل کېدل.

خبریالان له ټولو مخکې وو خو نژدې دوه ساعته وروسته د کانفرانس افغان برخه وال هم رارسېدل پیل شول، هغوی هم له نورو ټولو مخکې وو، چې ځینو ېې ‍ خپلې ټاکلې چوکۍ هم غلطې کړې چې وروسته یې بدلې کړې.

د پاکستان پلاوی

د غونډې له پېلېدو وړاندې داسې ګونګسې وې چې د سفیر په کچه د پاکستان یو پلاوی هم غونډې ته راروان دی، له همدې امله ډېروخبریالانو هڅه کوله چې ‌د پاکستان چوکۍ معلومه کړي، چې تراخره تشه وه.

د پلاوو راتګ سره وېناوې پیل شوې، له ویناو وړاندې د افغانستان په ډلې کې یوازې ډاکټر رنګین سپنتا ډېر فعاله ښکاره کېده کله د هندوستان د پلاوي مشر سره روغبړ، کله هم د ملګرو ملتو مشر سره ولاړو او دغه راز ځینې نور استازي یې افغان پلاوي سره معرفي کول لپاره د هغوي چوکيو ته راوستل.

شعارونه

د کاري غونډې لومړنۍ برخه د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ پېل شوه چې ورسره درې مېرمنې د تالار په پورتنۍ برخې کې ودرېدې، او افغانستان کې ېې د بهرنيو پوځیانو د شتون پر ضد شعارونه ورکول، او په یوه ټوټه یي بینر یې لیکلی وه (ناټو= وېره اچونه).

ډېرو خبریالانو د هغوي عکسونو اخیستو ته ورمنډه کړه، خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دې خبرې سره د هغوي د احتجاج د کم ښودلو هڅه وکړه (چې دا زموږ د دېموکراسۍ ښکارندويي کوي).

د کانفرانس د برخه والو غونډې پېل سره ډیر خبریالان په دې لټه کې شو چې مرکو لپاره مېلمانه پېدا کړو، هغه وو چې بېرته د مطبوعاتي مرکز په لور روان شول، خو زموږ بس موټر د کانفرانس د تالار له ځایه وتلو سره سم ودرول شو، دا ځکه چې ځېنې ميلمانه له غونډې تلل، لار تړلې وې بس کې له کابله یوه راغلي خبریال غږ کړ:

((دلته خو له کابله هم د داسې غونډو پرمهال د ترافیکو وضعه خرابه ده)). له نيم ساعت انتظار وروسته مطبوعاتي مرکز ته روان شوو، دا مرکز چې په لومړنۍ ورځ خالي ښکارېده، نن په کې ټولې چوکۍ ډکې وې، د نړۍ له بېلابېلو هېوادو خبریالان رامات شو وو.

دې مرکز کې موقتي سټوډیوګانې جوړې شوې، لوی شمېر کې چوکۍ بېلابېلو تخنيکي اسانتیاوو سره اېښودل شوې وې، نه یوازې په لویې تلوېزوني پردې به د بن په ښار کې د کانفرانس په تړاو نورې روانې غونډې ښودل کېدی، بلکې خبریالان او د حکومتونو د مطبوعاتو مسوولین هم هلته راتلل.

د مطبوعاتو لپاره دا ترتیبات ځینو نېمګړتیاو سره سره دومره پراخه وو چې ځینو دا فکرکاوه چې ټول کانفرانس همدې مېډیا لپاره دی.

دا تالار د نړیوالو ‌ژورنالستانو لپاره یو وړوکی کلی وو چې ډیر پخواني ملګري مو په کې ولیدل، او ډېر نوی مو پيدا کړل.

د وروستۍ ورځې اخري پروګرام د افغانستان او جرمني د بهرنیو چارو د وزیرانو ګډه خبري غونډه وه، چې په دې به په رسمي ډول د بن کانفرانس پای ته رسېدو.

اعلامیه که وړوکی کتاب

دې خبري غونډې ته زما لېوالتیا ډېره وه، ځکه چې زموږ ماښامنۍ خپرونه پای ته رسېدلې وه او لندن کې د راتلونکې سهارنۍ خپرونې لپاره هم موادو ته اړتیا وه، له اوږدې ستړې ورځې وروسته مې هیله دا وه که خبري غونډې نه وروسته د مرکې په بڼه بهرنيو چارو افغان وزیر سره خ‍پلو اورېدونکو ته له ژباړې پرته د کانفرانس نتيجو لنډیز ترلاسه کړم، دا به ښه وي ځکه چې اعلامیه په ۳۳ مادو کې د يوه وړوکي کتاب په څېر وه.

لکه څرنګه چې هر خبریال کله يوې مهمې موضوع به اړه له ژباړې پرته مواد پیدا کړي داسې وي چې د مودو مودو تږی د دافغانستان ختيځ کې د ګمبیري یا هم لویدیځ کې د بکوا په دښتو کې د اوږدې مودې جل وهلي د څښلو اوبه پیدا کړي.

Image caption د لاریون کوونکو شعار: (ناټو= وېره اچونه).

دا چې خبریالان ډېر وو، او هم د خبري غونډې تالار داسې وېشل شوی و چې وزیرانو سره له غونډې وروسته د لنډو خبرو امکان نه برېښېده، هغه وو چې اړ شوم په ېوې پوښتنې بسنه وکړم، خو بیا هم د بهرنیو چارو وزیر ددې پرځای چې زموږ کار لږ ترلږه په يوې برخې کې اسانه کړي، زما پوښتنه یې وژباړله، خو موږ يې دې ته پرېښودلو چې بیا هم اورېدونکو ته د هغه خبرې وژباړو.

د هغه علت که هر څه وو معلوم نه شو، خو د خبري غونډې وروسته د ډوډۍ پرمهال یوفرانسوی بلاګر راغی له ستړې مه شې ېا له هیلو های وروسته یې راته وویل چې (ما ستا د پوښتنې پر مهال د وزیر په سترګو کې ډېر پرووکېشن ولېد، علت یې څه وو، ما ورته وویل څرنګه چې زه لږ لرې ناست وم، داسې څه مې حس نه کړل او پوښتنه مې عادي وه یعنې د بن د کانفرانس پرېکړې خو الزامي نه دي، عملي کېږي به څنګه؟

په هرصورت، که د بلاګر خبره رښتیا وي، ځواب یې که څوک غواړي باید له وزیر صیب څخه يې وپوښتي.

له دې ورستیو کرښو سره چې د جرمني د کولن او د برتانیا د لندن ښار ته هوایې سفر کې لیکم، د بن د کانفرانس په څېر زموږ کاري سفر هم څو دقیقو کې بشپړېږي، خو د بن کانفرانس لږ تر لږه په ظاهر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان په سیاست خپل نوم نقش کړ چې د پايلو عملي کېدو او یا هم نه عملې کېدو په صورت کې د افغان سیاستوالو په خولۀ وي.

ورته مطالب