ګلناز پرې د جنسي تېري کوونکي لپاره اعدام غواړي

۲۰ کلنه ګلناز یوه افغانه مېرمن ده چې دوه کاله یې د کابل په ښځینه زندان کې تېر کړي دي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر حامد کرزي د نوموړې د خوشي کېدو فرمان ورکړ.

هغه له یوې خوا د هغه کس لپاره چې پر دې یې په زور جنسي تېری کړی د اعدام حکم غواړي، له بله پلوه وايي چې دومره ځان بې وسه او ناچاره ګڼي چې له خوشي کېدو وروسته له تېري کوونکي سره له نکاح کولو پرته بله لار نه لري.

ګلناز وايي که له تېري کوونکي سره نکاح وکړي، نو دا به یې دویمه ښځه وي.

له ګلناز سره زموږ همکارې فریبا ظاهر مرکه کړې ده، د هغې کیسه ددې له خپلې ژبې واورﺉ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .