سنګین: د سپوږمکۍ پرځای له نوري فایبره ګټه واخلئ

ورکشاپ
Image caption د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوزۍ وزارت هیله ښیي، چې په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې به د انټر نېټي خدمتونو د ښه کېدو لپاره لارې چارې ولټوي.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوزۍ وزارت د انټرنېټي خدمتونو له شخصي شرکتونو او نورو اړوندو ادارو سره د انټرنېټي خدمتونو د ښه کېدو لپاره دوه ورځنۍ ورکشاپ په پلازمېنه کابل کې جوړ کړی.

په افغانستان کې اوسمهال ډېری خلک شکایت کوي، چې په دغه هیواد د انټرنېټ بیه خورا لوړه او سرعت یې ډیر ټیټ دی. خو د مالوماتي تکنالوجۍ افغان وزارت ادعا کوي، چې په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې به داسې لارې چاري و لټوي، چې پر مټ به یې خلک انټرنېټي خدماتو ته په اسانه لاسرسي ومومي.

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزارت هیله ښیي، چې په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې به د انټرنېټي خدمتونو د ښه کېدو لپاره لارې چارې ولټوي.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوجۍ سرپرست وزیر، امیرزي سنګین، چې دغه ورکشاپ ته یې خبرې کولې، وویل، هڅه کوي د انټرنېټ دو ړاندې کولو له شخصي شرکتونو سره په ګډه، خلکو ته د انټرنېټ د وړاندې کولو په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

نوري فایبر

د انټرنېټ لوړه بیه او ټیټ سرعت دوه هغه ستونز دې، چې ترډیره پرې د خلکو نیوکې کیږي. په افغانستان کې د انټرنیټ دلوړې بیې یوه اصلي لامل له سټالیټ یا سپوږمکۍ څخه د انټرنیټي خدمتونو اخیستل دي.

د مخابراتو افغان وزیر ښاغلي سنګین د انټرنېټي خدمتو له شخصي شرکتونو غوښتنه وکړه، چې د سپوږمکۍ پر ځای دې له نوري فایبر شبکې څخه، چې په یو شمېر ولایتونو کې فعاله ده، ګټه واخلي.

خو په عین حال کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو ټولنې بیا وايي، په افغانستان د انټرنېټي خدماتو له یو څه پرمختګ سره سره بیا هم پراخې ستونزې شته.

Image caption د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ د وزارت د مالوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا یو میلیون افغانان له انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو ټولنې مشر سمیع هاشمي وايي، چې لوړ ټکس او د غیرې قانونې انټرنټي ډلو شته والی د دوی په و ړاندې سترې ننګونې دي:

''د لسو فیصدو او نورو مالیاتو لوړوالی، په مارکیټ کې دهغو ډلو او اشخاصو شتون، چې غیرقانوني دي او ټکس هم نه ورکوي او په بهر کې دهغو شرکتون شته والي، چې له بهره په افغانستان فعالیت کوي، هغه ستونزې دي، چې موږ ورسره مخامخ یوو. خو د انټرنټي خدماتو وړاندې کونکې ډلې په پام کې لري، چې د همغږۍ په رامنځ ته کولو سره دې ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.''

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ د وزارت د مالوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا یو میلیون افغانان له انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.

دغه وزارت هیله ښيي، چې په راتلونکو څو کلونو کې به انټرنټي خدمتونو ته دلاسرسی لپاره خپلې هلې ځلې ډیر کړې.

ورته مطالب