لودین: ''له افغان خاورې ګاونډیانو ته هېڅ ګواښ نه شته ''

افغانستان
Image caption افغانستان کې د بهرنیانو شتون ته ځینې ګاونډیان په ښه سترګه نه ګوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په یوې خبري غونډې کې وویل په نژدې راتلونکې کې به له یو شمېر هېوادونو سره د همکارۍ ستراتیژیک تړونونه هم لاسلیک کړي.

وړاندې تر دې افغان حکومت په ډېرو برخو کې پر بهرنیانو تکیه کړې وه او په ډېرو برخو کې بهرنیانو د کارونو د ترسره کولو مسوولیت درلود.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین په وینا د بدلون په لسیزې کې به دا لړۍ بدلون ومومي او چارې به تر ډېره په خپله د افغانانو په لاس کې وي.

د بدلون د لسیزې لپاره ځکه موږ خوښ چې رهبري به د افغانانو په لاس کې وي، مشري به د افغان حکومت او بنسټونو سره وي، خو ورسره به له موږ سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم موجودې وي.

ښاغلي لودین د افغانستان له خاورې څخه پر ځینو ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو ځواکونو د بریدونو په اړه د هغوی د اندېښنو په اړه وویل:

''د سیمې د هېوادونو په اړه زموږ ژمنه او ټینګار پر ځای دی، هېڅکله به اجازه ورنه کړو چې زموږ له خاورې د سیمې هېوادونو یا بل هر هېواد ته کوم ګواښ متوجه وي. زموږ دا ژمنه پر ځای ده، که کومه ستونزه موجوده وي نو پر هغې به کار وکړو.''

ښاغلي لودین چې په افغانستان کې د جرمني له سفیر سره یې په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل ، افغانستان د جرمني په ګډون له ځینو هېوادونو سره پر ستراتیژیکو تړونونو غور کوي.

د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په وینا په راتلونکي عیسوي کال کې به د افغانستان په اړه په شیکاګو، توکیو کابل او دوشنبې کې یو شمېر نورې مهمې غونډې هم جوړې شي.

ورته مطالب