پنیتا: د ځواکونو تر وتلو به جګړه وګټو

پنیتا
Image caption د امريکا د دفاع وزير وويل : " بالاخره په افغانستان کې جگړه له پاکستان سره د اړيکو له ښه کولو پرته نه شو گټلى."

د امریکا د دفاع وزیر پکتیکا ولایت کې د چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۱۴) امریکايي ځواکونو ته په وینا کې وویل چې په روانه جګړه کې پر طالبانو بری رانژدې شوی دی.

لیون پنیتا د سه شنبه په ورځ (دسمبر ١٣) په ناڅاپي او واردمخه په نا اعلان شوي سفر کابل ته ورسېد.

هغه په دې اډه کې له ځينو امریکايي جنرالانو سره پټې خبرې هم درلودې.

لیون پنیتا وویل: "موږ پر سم لوري پرمختګ کوو او دغه جګړه به ګټو."

په پام کې ده چې د ۲۰۱۲ کال ترپایه له افغانستان څخه له ۹۱۰۰۰ امریکايي ځواکونو څخه ۳۲۰۰۰ ووځي.

خو ځینې شنونکي بیا وايي ښايي واشنګټن تر لس کلنې جګړې وروسته په پوځي بودیجه کې د کمښت راوستو له کبله له افغانستان څخه د پوځيانو په ایستلو کې بیړه وکړي.

دا سفر په داسې وخت کې کيږي چې د واشنگټن او اسلام اباد اړيکې سره خړې دي او د پاکستان شکايت لا تر اوسه پر ځاى دى چې ولې يې ٢۴ سرتېري تېره مياشت په يوۀ بريد کې ووژل شول.

له هغه وروسته پاکستان د ډيورنډ په کرښه خپله هوايي دفاع پياوړې کړې او وايي داسې سيستم يې لگولى چې هر ډول الوتکه کشفولى شي.

پاکستان د نومبر په ٢٦ نېټه د خپلو سرتيرو تر وژلو وروسته پر ناټو باندې د اکمالاتو لار وتړله.

د پاکستان له لارې نړيوالو ځواکونو ته په افغانستان کې د رسېدونکو توکو په سلو کې ٣٠ برخه رسيدله.

ښاغلي پنیتان خبریالانو ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي سیمو د خوندي کولو په اړه د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي:

"تاسو پوهېږﺉ چې دا ډېر پېچلي او سخت اړيکي دي، خو په عین حال کې مهم هم دي، خو مهمه دا ده چې موږ ټول باید په ګډه سره کار وکړو. "

اوښتونکی کال

پنیتا د افغانستان د راتلونکي په اړه هم اندېښنه وښوده او وویل چې ختمېدونکی ۲۰۱۱ د افغانستان لپاره یو اوښتونکی کال دی:

"ښکاره ده چې د مخکې پرتله افغانستان پر ښه لوري روان دی چې وکولای شو واک افغانانو ته پرېږدو. "

ښاغلي پنيتا رسنيو پر سه شنبه وويل، دۀ ته په افغانستان کې د امريکا او ناټو عمومي قومندان جنرال جان الن ډاډ ورکړ چې د ډيورنډ په کرښه پوځي عمليات دوام لري.

دۀ وويل جنرال الن ورته وويل چې دوى له پاکستاني قومندانانو سره اړيکه لري او هڅه کوي چې د دواړو ترمنځ په غرنيو مهمو سيمو کې همکاري پر ځاى پاتې شي.

د امريکا د دفاع وزير وويل: "بالاخره په افغانستان کې جگړه له پاکستان سره د اړيکو له ښه کولو پرته نه شو گټلى."

ورته مطالب