امریکا په ''ناقصدي'' ډول د افغانستان له فساد سره مرسته کړې

کروکر د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي کراکر ومنله چې ښايي د تړونونو او قراردادونو په کړنلاره کې يې تشه ددې لامل شوې وي،چې دوى دي په نا قصدي ډول په فساد کې ښکيل شي.

په کابل کې د امريکې سفير راين کراکر وويل چې په رښتيا هم په افغانستان کې فساد يوه جدي موضوع ده،چې دوى يې د ختمولو په هيله له افغان حکومت او نورې نړيوالې ټولنې سره گډ کار کوي.

په کابل کې د متحدو ايالتونو سفير راين کراکر ويلي دي چې دوى په دې برخه کې پلټنې هم کړې او د فساد په تور يې لسگونه امريکايي وگړي محاکمه کړي او سل ميلونه ډالر يې ترې تر لاسه کړې دي.

ښاغلي کراکر دا څرگندونې د ولسمشر حامد کرزي د هغو وروستيو خبرو په غبرگون کې کولې چې ويلي يې دي بهرنيان هم په دغه هيواد کې په فساد کې ښکيل دي.

خو ښاغلي کراکر ومنله چې ښايي د تړونونو او قراردادونو په کړنلاره کې يې تشه ددې لامل شوې وي،چې دوى دي په نا قصدي ډول په فساد کې ښکيل شي.

''په عام ډول موږ پوهيږو چې ښايي موږ په نا قصدي ډول د خپلو قراردادونو د پروسيجر په برخه کې د تشې له کبله د فساد له ستونزې سره مرسته کړې وي، کله هم چې په فساد کې د امريکايي وگړو د ښکيلتيا ادعا کيږي نو پلټنه يې هم کېږي، دغه راز ډيرې پلټنې د افغان چارواکو په مرسته شوې دي،په وروستيو پنځو کلونو کې موږ تر ۴۰ ډير دغه راز کسان په متحدو ايالتونو کې محاکمه کړي او بندي کړي دي، او سل ميلونه ډالر مو ترې هم تر لاسه کړي دي. ''

ښاغلي کراکر وويل چې دوى هم په هره مانا بشپړ انسانان نه دي او تيروتنې ترې کيږي،خو بيا پلټنې هم کوي نوموړي وويل چې افغانستان کې ددوى د قراردادونو په تگلارو کې تشې وې چې اوس د امريکې ددفاع وزارت په پوځي او ددغه هيواد پر مختيايي اداره په ملکي برخه کې د تگلارو دغه تشې ډکوي.

په کابل کې د امريکې سفير دا څرگندونې د ولسمشر حامد کرزي دې خبرې ته په غبرگون کې کولې چې گواکې نړيوال هم په افغانستان کې په فساد کې ښکېل دي.

Image caption ولسمشر کرزي پر واشنګټن غږ وکړ چې د افغانستان بانک مخکنی رییس عبدالقدیر فطرت افغانستان ته وسپاري.

ښاغلي کرزي تر ډيره د پړې گوته هغو کسانو ته نيولې وه چې دوه پاسپورټه لري، نوموړي د افغانستان بانک د پخواني مشر عبدلقدير فطرت يادونه وکړه چې د فساد تر توره وروسته يې امريکې ته يښې سپکې کړې.

ښاغلي کرزي له امريکې وغوښتل چې ښاغلي فطرت وروسپاري.

خو د امريکې سفير راين کراکر وويل چې افغانستان ترې په رسمي ډول دا غوښتنه تر دې مهاله نه ده کړې، خو دايي هم وويل چې د افغانستان او امريکې تر منځ ددغه راز کسانو د راکړې ورکړې کوم تړون نه دى لاسليک شوى خووايي بيا هم داسې حقوقي لارې شته چې دا ستونزه هواره کړي.

ورته مطالب