قطر په خپله پلازمینه کې د افغان طالبانو دفتر پرانیزي

د انځور حقوق none
Image caption د سولې دخبرو مهم لوبغاړي لکه امریکا، جرمني او ملګري ملتونه هیله من وو چې په روانه میاشت کې د طالبان یو رسمي آدرس اعلان شي.

کابل له دوحې خپل سفير په داسې حال کې وربللى چې هلته د خبرو اترو لپاره د طالبانو د دفتر پرانيستو د پلان په باب رپوټونه خپارۀ شوي دي.

د افغان حکومت له خوا یوه اعلامیه وايي دا ګام په افغانستان او سیمې کې د وروستیو پرمختیاو په رڼا کې اخیستل کیږي.

یوې حکومتې سرچینې بي بي سي ته ویلې ګومان کوي چې قطر ورسره په دې برخه کې بشپړه همغږي نده کړې.

له کابله د بي بي سي خبریاله لیز دوسیت په خپل راپور کې وايي ددې لپاره چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره یو رسمې آدرس ولري په قطر کې د هغوی ددفتر د پرانستل کیدو په اړه له څو میاشتو راهیسې خبرې روان دي.

یو شمېر دې ته د یو بل مهم ګام په سترګه ګوري ځکه چې له طالبانو سره د خبرو بهیر لاهم ستونزمن او خطرناک دی.

مهم لوبغاړي

د سولې دخبرو مهم لوبغاړي لکه امریکا، جرمني او ملګري ملتونه هیله من وو چې په روانه میاشت کې د طالبان یو رسمي آدرس اعلان شي. د ملګرو ملتونو یوه جګ پوړي چارواکي ناهیلي څرګنده کړه چې ولي تراوسه دا کار نه دی شوی؟

سرچیني وايي افغان ولسمشر او د هغه سلاکارانو په دې هکله یو لړ ملاحظات درلودل چې دادي اوس په ناڅاپي ډول له قطر نه د افغان سفیر په ورغوښتلو څرګند شول.

یوه لوړ پوړي افغان چارواکي بي بي سي ته ویلي قطر ددې موضوع په هکله له امریکا او جرمني سره په تفصیل سره خبرې کولې خو په دې خبرو کې یې افغان حکومت په بشپړه توګه نه دی شامل کړی.

دغه افغان چارواکي پر دې خبرې ټینګار وکړ چې افغان حکومت د طالبانو د دفتر د پرانستل کیدو پرضد نه دی خو په دې شرط چې طالبانو ته د یوه امتیاز د ورکولو په نظر ورته ونه کتل شي.

قطر کیدای شي چې د طالبانو آدرس شي خو دغه هیواد په کابل کې سفارت نلري او دا هغه اندیښنه ده چې له څو میاشتو راهیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې ده.

د افغانستان متحدینو په وار وار ویلي چې ددې بهیر مشري به د افغان حکومت په غاړه وي خو لا هم په ټولو خواوو کې شکونه او غلط فهمې شته.

دطالبانو غبرګون

دا څرګنده نه ده چې طالبان په قطر کې د دفتر پرانستلو ته څومره ژمن دي خو ګومان کیږي چې ځیني جګ پوړي طالبان او هغه پخواني طالبان چې اوس په کابل کې اوسیږي ددې کار ملاتړ وکړي.

که کیدای شي د همدې کسانو له ډلې نه له یوه نه وغوښتل شي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشري وکړي.

ولسمشر حامد کرزي ډیر ځله ویلې چې یوازینې اړخ چې په ریښتا د خبرو وړ دی هغه پاکستان دی هغه هیواد چې په وینا یې له ډیرې مودې راهیسې یې د افغان طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې ده.

همدا یو له هغو اصلي لاملونو دی چې ولي په یو بل ځای کې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل شي؟

ورته مطالب