''پر افغان سیمه ییزو پولیسو د سرغړونو تورونه بي بنسټه دي''

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي پر افغان سیمه ییزو پولیسو د سرغړونو تورونه بي بنسټه دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امریکايي ځواکونو له خوا د شوې تازه څیړنې راپور رد کړ چې وايي افغان سیمه ییز پولیس له خلکو سره په ناوړه چلند او له بشري حقونو نه په سرغړنو تورن دي.

چارواکي وايي افغان سیمه ییز پولیس تر کلکې څارنې لاندې دي او ټینګار کوي که سیمه ییز پولیس دغه ډول کړنې ترسره کړي چې په راپور کې یاد شوي نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

په هغه تازه راپور کې چې امریکايي ځواکونو خپور کړی سیمه ییز پولیس له بشري حقونو نه په سرغړونو، په جنسي تیریو او خپلو سرو نیونو تورن شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل دسیمه ییزو پولیسو کړنې تر کلکې څآرنې لاندې دي ځکه نو لګول شوي تورونه ورته د منلو نه دي.

٬٬د بشري حقونو پلي کول د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري او اوس مهال هم سیمه ییزو او هم ملي پولیسو ته دبشري حقونو په اړه زده کړه ورکول کیږي٬٬.

د نړیوالو ځواکونو غبرګون

په افغانستان کې د نړیوالو ایساف ځواکونو ویاند جنرال کارسټن جاکوبسن هم بي بي سي ته وویل ټول لګول شوي تورونه بنسټ نلري.

٬٬ موږ د ټولو هغو ۴۶ تورو نو په ځانګړي ډول د هغو تورونو په اړه چې د افغان سیمه ییزو پولیسو په اړه شوي پلټنه کوو. په نولسو لګول شویو تورونو کې چې موږ یې په اړه پلټنه کړې یو یې سم دی. څلور نور یي هم د منلو وړ دي او اته نور یې بیا بې بنسټ دي. ځکه نو موږ ټول لګول شوي تورونه نه شو منلی٬٬

د سیمه ییزو پولیسو اړتیا

افغان سیمه ییزو پولیس ددې لپاره جوړ شوي چې له اورپکې سره په مبارزه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

ددې پولیس غړي په خپله د کلیوالو له خوا غوره شوي او د کلیو په کچه امنیتي ځواګ ګنل کیږي.

دا پولیس شاخوا یو کال وړاندې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا جوړ او روزل کیږي.

دم ګړۍ د سیمه ییزو پولیسو شمېره شاخوا نهو زرو ته رسیږي خو په پام کې ده چې دا شمېره په راتلوونکې کې دیرشو زرو ته لوړه شي.

ورته مطالب