کروکر: کندهار کې د امریکايي کونسلګرۍ پر جوړېدو خبرې کوو

رایان کروکر د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ښاغلي کروکر وویل چې د پاکستان حکومت باید د ترهګرو په ځپلو کې کوټلی ګامونه واخلي؛ ځکه دده په ټکو ترهګر نه یوازې د پولې دې غاړې ته دي، بلکې پاکستانیان هم ددوی له بریدونو څه خوندی نه دي پاتې شوي.

د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو سفير رايان کروکر وايي چې هېواد به يې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانانو سره خپله ملګرتيا او همکاري بل لوري ته واړوي او د پوځي برخې په نسبت به په ملکي برخه کې زيات کار وکړي.

هغه د شنبې په ورځ (دسمبر ۱۷مه) کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د رسنيو په جوړه شوې غونډه کې وويل چې هېواد به يې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په اقتصادي برخه کې هم کار وکړي او د دهلې او کجکي بندونو ته به هم پراختيا ورکړي.

ښاغلي کروکر وويل چې امريکا به د اوږده مهال لپاره په اقتصادي، امنيتي او پرمختيايي برخو کي له افغانستان سره ولاړه وي.

رايان کروکر وويل چې په کندهار کې یې د سيمه ييزې حکومتي ادارې له استازو سره په دې ولايت کې پر يوه بل نوي اقدام هم خبرې وکړې او هغه په دې ولايت کې د امريکا د کونسلګرۍ ايجاد دى چې په دې برخه کې به هم په نژدې راتلونکي کې کوټلي او کاري ګامونه پورته شي.

همدارنګه، هغه د محلي پولیسو یا ملېشو ننګه هم وکړه، او د محلي پولیسو کړنې د امنیت په راوستلو کې خورا اغېزمنې وبللې.

قطر+طالبان=دفتر

هغه د يوه خبريال ددې پوښتنې په ځواب کې چې په قطر کې د طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانستنې په اړه يې نظر څه دى وويل چې د سولې او بيا يو ځاى کېدنې پروسه په بشپړه توګه يوه افغاني پروسه ده او افغانان واک لري په هر ځاى او هر هېواد کې چې غواړي د طالبانو لپاره سياسي دفتر تائيد کړي.

نوموړي همداراز زياته کړه دوى کوښښ کوي چې له پاکستان سره هم اړيکې ښې کړي او په وينا يې پاکستانيان هم بايد دا درک کړي چې په ګډه کېداى شي د يوې ستونزې لپاره اساسي حل لاره ولټول شي.

ښاغلي کروکر وویل چې د پاکستان حکومت باید د ترهګرو په ځپلو کې کوټلی ګامونه واخلي؛ ځکه دده په ټکو ترهګر نه یوازې د پولې دې غاړې ته دي، بلکې پاکستانیان هم ددوی له بریدونو څه خوندی نه دي پاتې شوي.

دغه امریکايي سفیر زياته کړه چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږدمهاله همکاريو ستراتیژيک تړون په دې معنا دى چې ګواکي امريکا له افغانستان سره متحده ده او هېڅ کله به دغه هېواد يوازې پرېنږدي.

ورته مطالب