'د کابل بانک ٪۲۰ پیسې بيخي ورکې شوې دي'

نورالله دلاوري د انځور حقوق b
Image caption کابل بانک چې په افغانستان کې لومړنى خصوصي بانک و يو نيم کال د مخه د ديوالي کيدو سره مخامخ شو .

يو کال وړاندې کله چې د کابل بانک د ديوالي کېدو خبره راپورته شوه، ورسره جوخت افغان حکومت داسې يو پلاوى وټاکه چې له دغه بانکه د يو مليارد ډالرو ورکو شويو پيسو جاج واخلي.

خو د افغانستان بانک نوى مشر نورالله دلاوري وايي چې له پلټنو وروسته اوس دا معلومه شوې چې د دغو ورکو شويو پيسو نه يې ۸۰ سلنه پيسې بيامومي.

داسې ويل کېږي چې د دغه بانک په ديوالي کېدو کې لوړ پوړي دولتي چارواکي لاس لري.

د ښاغلي دلاوري په خبره هغو کسانو چې له دغه بانکه د پورونو په توگه پيسې ايستلي ژمنه يې کړې چې تر راتلونکو پنځو کالو پورې به بيرته افغان دولت ته سپاري، خو هغه وايي چې لا هم د هغې شل سلنې پيسو درک نه دى لگېدلى چې له کابل بانکه ايستل شوي دي:

''۸۰ سلنه پيسې موجودې دي چې ۲۰ سلنه به يې ډېر زر تر گوتو شي او ۶۰ سلنه نوره يې به يې له يو کاله تر پنځو کالو پورې په لاس راشي، خو ۲۰ سلنه لا هم نادرکه ده او لټه کوو چې دغه پيسې چېرته تللې، تر څنگ يې موږ يو نړيوال تفتيش هم کړى او ځينې معلومات مو تر گوتو کړي دي چې انشاء الله هغه ورکې شوې پيسې به هم تر لاسه کړو.''

ښاغلي دلاوري ژمنه وکړه چې د دغو ورکو شويو پيسو لټې ته به دوام ورکوي او په خبره يې داسې يو بل پلاوى يې ټاکلى چې د بانک په پيسو په دوبۍ کې د اخيستل شويو جايدادونوتر جاج اخيستنې وروسته دغه جايدادونه وپلوري او د کابل بانک پيسې بېرته 'د افغانستان بانک' ته ستنې کړي.

Image caption داسې هم ويل کېږي چې شیرخان فرنود او خليل الله فیروزي د کابل بانک هغه دوه تنه مهم ونډه وال و چې ډېرې پيسې يې له دغه بانکه ويستي او په عربي متحده اماراتو کې يې پرې مېنې اخيستې.

داسې هم ويل کېږي چې شیرخان فرنود او خليل الله فیروزي د کابل بانک هغه دوه تنه مهم ونډه وال و چې ډېرې پيسې يې له دغه بانکه ويستي او په عربي متحده اماراتو کې يې پرې مېنې اخيستې، خو افغان حکومت وايي چې د افغانستان بانک پخوانى مشر هم له کابل بانکه د ورکو شويو پيسو په تور گرم بلل کېږي.

خو کله چې ښاغلى فطرت د افغانستان ولسي جرگې ته په همدې تړاو وربلل شوى و، هغه د افغان ولسمشر ورور محمود کرزى او د ولسمشر د لومړي مرستيال ورور حصين فهيم هم د کابل بانک په ديوالي کېدو کې گرم بللي وو ، دا دواړه هم د کابل بانک د ونډه والو په ډله کې وو .

ورته مطالب