ایران افغان کډوالو ته درې میاشتې وخت ورکړی

افغان کډوال د انځور حقوق fars
Image caption په ایران کې لاهم د ګڼو افغان کډوالو ماشومان له زده کړې بې برخې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په دې هېواد کې نژدې ۹۰۰ زره هغو افغان کډوالو ته د قانوني کېدو او هېواد ته د ستنېدو د اسنادو د برابرولو لپاره درې میاشتې وخت ورکړی.

ایراني چارواکو ویلي هغه افغان کډوال چې پخپله خوښه هېواد ته ستنېدل غواړي، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د کمیشنرۍ له خوا ۱۵۰ ډالر ورکول کېږي.

دوی وايي چې د کور کالي او لوازم یې هم د افغانستان تر پولې پورې ورسره رسول کېږي.

ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۱ کال ترپایه، په توکیو کې د افغانستان، ایران، پاکستان او جاپان ترمنځ د افغان او پاکستاني کډوالو د وضعیت ارزولو په اړه غونډه جوړه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو د چارو چارواکي محمد تهوري ویلي، په ایران کې د افغان کډوالو د کورنیو مشران له وېرې پرته د پاتې کېدو د کارتونو په باطلولو سره ایران کې پاتې کېدی شي.

نوموړي دا هم ویلي چې دوی کولای شي افغانستان ته ولاړ او تر درو میاشتو پورې له ایران څخه د خپلو کورنیو د ستنېدو قانوني اسناد برابر کړي.

له ایران نه د افغان کډوالو ستنېدل په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د حکومت له سترو ستونزو یوه وه.

د افغانستان وضعیت او ناامنیو ته په کتو سره، افغان کډوال هېوا د ستنېدو زړه نه ښه کوي.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته له ایران او افغانستان څخه ګڼ افغان کډوال هېواد ته ستانه شول.

خو داسې ښکاري چې افغانستان کې د بې کارۍ لمن پراخه شوې او هغه کډوال چې په نورو هېوادونو کې کاوربار لري، هېواد ته د ستنېدو نیت نه لري.

افغانستان هغه هېواد دی چې ویل کېږي په نړیواله کچه پکې د کډوالۍ کچه ډېره ده، په تېره بیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو ځواکونو د وتلو له اعلان سره له افغانستان څخه د وتلو لپاره لېواتیا څو برابره شوې.

نامعلومه راتلونکې

Image caption ایران وايي چې پخپله خوښه ستنېدونکو کډوالو ته ملګري ملتونه ۱۵۰ ډالر ورکوي.

که څه هم جګړې او نا امنۍ د دې کډوالۍ اصلي لامل ګڼل کېږي، خو بې وزلي، له بې کارۍ څخه وېره، نامعلومه راتلونکې، فساد، ټکنی پرمختګ او په ډېرو سیمو کې په ټپه ولاړ کار او داسې نور هغه څه دي چې ډېر افغانان په تېره بیا ځوانان دې ته هڅوي چې د مساپرۍ موزې په پښو کړي، د ژوند قمار ووهي او د نامعلوم برخلیک په لوري ولاړ شي.

دا هغه لاملونه دي چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت یې هم مني، خو مهمه خبره داده چې د ډېرو افغانانو پام د لوېدیځو او نورو هېوادونو سراب ځانته اړولی او دوی د قانوني او غیر قانوني لارو د خپلو نامعلومو مقصدونو په لور روانېږي.

په ټوله کې باور دا دی چې که په افغانستان کې حالات همداسې دوام وکړي او د راتلونکي په برخه کې کوم روښانه تضمین نه وي، نو خلک به له ټولو کړاوونو سره سره، له بېلابېلو لارو خپلو مهاجرتونو ته دوام ورکوي.

ورته مطالب