د هرات هوايي ډګر نړیوال کېږي

د هرات هوايي ډګر د انځور حقوق
Image caption دا به په درست افغانستان کې لومړنی هوايي ډګر وي چې د مسافر وړونکو الوتکو ترڅنګ به باروړنکې الوتکې هم پرې ښکته پورته کېږي.

افغان حکومت وايي د هېواد په لوېديځ کې د هرات هوايي ډګر په نړيوال هوايي ډګر بدلېږي.

د هرات د هوايي ډګر د پراختيا چارې بشپړېدل به د هرات ښار په سيمه کې په يوه مهم اقتصادي مرکز بدل کړي.

افغان حکومت هغه هدف ته د نژدې کېدو مزل لنډوي چې غواړي څلور نړيوال هوايي ډګرونه ولري. په دې لړ کې دې هدف ته د رسېدو لپاره اېټاليا په نړيوال سټنډرډ د هرات د هوايي ډګر جوړولو لپاره افغانستان ته په پور، نژدې ۱۸۰ ميليونه ډالره ورکوي.

ډېری اېټالوي سرتېري په هرات کې دېره دي او دغلته د دغه هېواد د بېاروغونې ولايتي ډله يا پي آر ټي هم فعاليت کوي.

د هرات د والي وياند محی الدين نوري بي بي سي ته وويل د دغه هوايي ډګر په جوړېدو به هرات په سيمه کې ځانګړی ځای ولري او دا به د صادراتو او وارداتو په برخه کې د افغانستان ستونزې تر ډېره بريده راکمې کړي.

د اېټاليا د پور په پېسو به د هرات د هوايي ډګر ترمينل، د الوتکو تم ځای او نور هغه اړين وسايل برابرېږي چې په نړيوالو معيارونو د يوه سنبال هوايي ډګر لپاره مهم دي.

Image caption د هرات د هوايي ډګر د پراختيا چارې بشپړېدل به د هرات ښار په سيمه کې په يوه مهم اقتصادي مرکز بدل کړي.

د پروازونو خونديتوب او د هوايي مېدان امنيت ساتل د نورو ترڅنګ د هوايي ډګرونو د معياري کېدو دوه مهم شرطونه دي.

په لوېديځ زون کې د کارپوهانو د شورا سرپرست عبدالرحمن صلاحي وايي د هرات د هوايي ډګر په جوړېدو به په وچه ايسار افغانستان له اقتصادي پلوه پياوړی شي او پر ګاونډيانو به يې تکيه کمه شي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت تېر کال په همدې شپو ورځو کې ويلي وو چې د کابل، کندهار، هرات او بلخ هوايي ډګرونه به تر راتلونکي يوه کاله د نړیوالو الوتنو لپاره چمتو کړي او ټولې هغه اسانتیاوې به ورته برابرې کړي چې په نړيوالو معيارونو د يوه برابر هوايي ډګر لپاره اړينې دي.

ورته مطالب