ناټو: د شپې عملیات د جګړې ''غوره تاکتیک'' دی

حامد کرزی د انځور حقوق karzai
Image caption د یکشنبې پر ورځ حامد کرزي له سي ان ان سره په مرکه کې پر ناټو غږ وکړ چې د شپې عملیات بند کړي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي د شپې عملیاتو ته به دوام ورکړي؛ ځکه چې په وینا یې د اورپکو د مشرانو د ځپلو لپاره تر ټولو غوره جګړه ییز تاکتیک دی.

د ایساف ویاند کرسټن جاکوبسن وویل: ''د شپې عملیات د اروپکو د مشرانو د ځپلو لپاره تر ټولو غوره طریقه ده. په ۸۵ شپنیو عملیاتو کې ان کله – ناکله یو ډز هم نه کېږي، او تر ٪۱ سلن د لږو ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي. ''

ناټو وايي د ۲۰۱۱ کال د افغان تاوتریخوالي ۸۰٪ ملکي تلفات، د اورپکو د بریدونو او د سړک غاړې ماینونو د چاودنو له کبله اوښتي دي.

ناټو په همدې حال کې روان کال د تېرو څو کلونو پرتله له امنیتي او پر طالبانو د کلکو ګوزارونو له اړخه بریالی بولي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ملکي او پوځي برخو دواړه ویندویان۲۰۱۱ کال له لاس ته راوړنو ډګ او یو بریالی کال یادوي.

ناټوادعا کوي چې د تېر کال پرتله په روان کال کې یې پرطالبانو کلک ګوزارونه کړي او د هېواد په ډېرو برخو کې یې د هغوی د فعالیت کړۍ ورتنګه کړې ده.

ناټو افغانانو ته د هېواد د ځینو ولایتونو، ښارونو او ولسوالیو د چارو لېږدونه، په روان کې کال د خپل ماموریت تر ټولو بریالۍ برخه یادوي.

خو د دغو یو شمېر لاس ته راوړنو ترڅنګ د ناټو پوځي ویاند کرسټن جاګوبسن دا هم ومنل، چې په دغه کال کې په تاوتریخوالي کې ګڼ ولسي افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي.ویاند کرسټن جاګوبسن د تېر په څېر د ولسي تلفاتو پړه تر ډېره پر طالبانو واچوله:

''یوشی ډېر روښانه دی، په ۲۰۱۱ کال ډېر بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي ، د دوی ۸۰ فیصده د اورپکو په بې رحمه بریدونو او ډېر نور یې د سړک غاړې ماینونو په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم په۲۰۱۰ کال کې د اورپکو بریدونه په یو ډول نه یو ډول زیات شوي و، خو موږ دغه بهیر ورمات کړ او د تېر کال پرتله په ۲۰۱۱ کال مو د هغوی ورانوونکي کړنې او وړتیاوو کابو او کمې کړي.

د افغانستان په ډېرو برخو کې امنیت ښه شوی دی، په تېره بیا هغو سیمو کې چې له اورپکو مو نیولې دي''.

ښاغلي جاګوبسن چې په کابل کې خبریالانو ته غږیده، د ۲۰۱۱ کال په تاوتریخوالي کې د وژل شوو ولسي افغانانو کومه شمېره ورنه کړه.

د انځور حقوق b
Image caption د ناټو په هوايي بریدونو کې ګڼ ولسي وګړي وژل شوي.

همدا څو میاشتې د مخې ملګرو ملتونو په خپل یوه راپور کې وویل افغانان له مخ په زياتېدونکي تاوتريخوالي سره مخامخ دي او دا چې له تېر کال راهيسې ملکي تلفات ۱۵ فیصده زيات شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر يوناما د دغه کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ۱۴۶۲ ملکي افغانانو د وژنې پېښې ثبتې کړي دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو دغه راپور د ملکي مرګ ژوبلې ډېره پړه پر حکومت ضد وسله والو اچوي، خو رپوټ کې دا هم ښودل شوي چې زيات شمېر کسان د ناټو په هوايي بمبارۍ کې هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو موضوع، افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو ته په یو سرخوخوږي بدله شوې ده او د جګړې دواړه ښکېلې غاړې طالبان او ناټو د ملکي تلفاتو پړه پر یو بل اچوي.

ورته مطالب