افغانستان روغتونونو کې انتظارخونې جوړوي

نرسه د انځور حقوق bb
Image caption د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲زره بېلابېل روغتونونه او صحي مرکزونه فعالیت کوي.

په افغانستان کې د نرسانو او یو لړ نورو صحي خدمتونو د کموالي او په ځېنو برخو کې د نشتوالي له کبله، ناروغان اړ دي چې پایوازان له ځانه سره ولري.

په ډېرو افغان روغتونونو کې دناروغانو د پاللو او مهمو دارو درملو برابرولو لپاره د پایوازان شتوالی ضروردی، خو ستونزه دا ده چې په روغتونونو کې د دغو پایوازانو لپاره انتظار خونې نشته دي.

افغان حکومت وايي پلان لري د هېواد په ګڼو روغتونونو کې انتظارخونې جوړې کړي چې پایوازان په اسانۍ خپل ناروغان وپالي. وزارت په روغتونونو کې د انتظار خونو د جوړولو د لړۍ پيل په کابل کې د استقلال له روغتون نه وکړ.

سره له دې چې په تېرو لسو کلونو کې نړیوالې ټولنې د روغتیا په برخه کې په افغانستان کې ډېرې پېسې لګولي، خو ښايي لا هم دغه هېواد روغتیايي اسانتیاوو له اړخه د نړۍ او سیمې د یو شمېر هېوادنو سره د پرتلې وړ نه وي.

د هېواد په کچه په ډېرو روغتونونو کې د نرسانواو دارو درملو د نشتوالي او کموالي له کبله هر ناروغ اړ دی چې یو پایواز له ځانه سره ولري، په تېره بیا د میندوارۍ زیږون او هغه ناروغان چې عملیات کیږي.

خو ستونزه دا ده چې ډېر افغان روغتونونه پایوازانو ته انتظار خونې او د اوسېدو ځای نه لري، چې له کبله یې ناروغان او پایوازان دواړه له ستونزو سره مخامخ دي.

په کابل کې مې د ځېنو دا ډول روغتونو له پایوازانو سره خبرې وشوې: ''زموږ د مریض درېمه شپه ده، په تشو کې یې تیږه ده، زما یو سپین ږیری پلار ورسره دی او له کوره مې ورته یوه کمپله راوړې ده، په شفاخانه کې ځای نشته پلار مې په جومات کې شپې کوي.''

په استقلال روغتون کې مې چې د کابل له مشهورو روغتونونه یو دی، یوه داسې پایوازه ولیدله چې، ویل یې د انتظار خونې د نشتوالي له کبله یې ګڼې شپې د سړک پر سر ولاړ ګاډي کې تېرې کړي دي. له دغې پایوازې سره به یوځای یو بل پایواز هم واورو:

''نن مو پنځلمسه شپه ده، په شفاخانه کې مو ځای نشته، سړي مو یوه ګاډی راوستی او په سړک کې ولاړ وي او موږ هلته شپه کوو.'' ، په شفاخانه کې انتظارخانه نشته، مریض مو د ننه دی او موږ د سړک پرغاړه ولاړه یو، چې د پایوازانو لپاره ځای نه وي غټ مشکل دی.''

اوس افغان حکومت پتیلې چې په روغتونونو کې د پای وازانو لپاره مناسبې انتظار خونې جوړې کړي.

د عامې روغتیا سرپرسته وزیره ثریا دلیل وايي په روغتونونو کې د انتظار خونو نشتوالی یوه ستونزه ده او د دوی هڅه دا ده چې په راتلونکو څو کلونو کې دغه ستونزه تر ډېره بریده هواره کړي:

''د پایوازانو لپاره د انتظار خونې جوړول، یو داسې پلان دی چې موږ یې په ټولو روغتونو کې په پام کې لرو. په دغې انتظار خونې کې به یوازې د روغتون د کورنۍ یو یا دوه مهم غړي انتظار کوي، موږ خلک هڅوو چې انتظار خونو ته ماشومان او ناروغان را نه ولي. موږ غواړو په ډېرو روغتونونو کې دغه کار وکړو''.

Image caption یو شمېر افغانان د پېچلیو ناروغیو او سختو عملیاتو لپاره بهر ته ځي.

مېرمن دلیل د کابل په استقلال روغتون کې پایوازانو ته د یوې نوې انتظار خونې په پرانیستونکو مراسمو کې دا څرګندونې کولې.

دغه انتظار خونه دېرش څوکۍ او د خوب اته ګرځنده بسترې لري، په خونه کې دوه دیوالي بریښنايي بخارۍ او یو غټ تلویزیون هم لګول شوی دی.

په استقلال غوندې یوه ستر روغتون کې چې پر کابل سربېره د ځینو نژدیو ولایتونو بیلا بیل ناروغان هم ور وستل کیږي، د یوې انتظار خونې جوړیدل ښايي د ټولو پایوازانو لپاره بسنه ونکړي،خو په نورو روغتونونو کې د انتظار خونو د جوړولو ښه پیلامه بلل کیدی شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲زره بېلابېل روغتونونه او صحي مرکزونه فعالیت کوي، خو د دغه هېواد د وګړو شمېره شاوخوا ۳۵ میلیونه ښودل کیږي.

ورته مطالب