د افغانستان پڅ عدلي سیستم

په افغانستان کې کلونه کېږي چې د عدلي او قضایې سیستم د اصلاح لپاره ډېرې هڅې شوې، خو لا هم په ډېرو برخو کې پر نظام نیوکې نه دي کمې شوي.

موندنې ښيي چې د افغانستان د عدلي نطام په جوړولو میلیاردونه ډالره لګېدلي، محاکم جوړ شوي، قاضیان د تخصص لپاره بهر ته لیږل شوي او هم مدافع وکیلان او څارنوالان روزل شوي دي.

خو په پایله کې په افغانستان کې ولې عدلي نظام هغسې چې تمه یې ده، نه دی جوړ شوی او ولې خلک لا هم عرفي او سنتي پرېکړو او جرګو ته مراجعه کوي.

پر دې سربېره پخپله حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان غیر رسمي عدالت یا قومي شورا ګانو ته رسمي بڼه ورکړي.

د کابل په شمال لویدیځ کې د بادام باغ په نوم سیمه کې د ښځو زندان ته ورغلم چې تر سلو ډیرې ښځینه بندیانې پکې د بېلابېلو جرمونو په تور ساتل کیږي.

د زندان دروازې ته په ننوتو مې ماشومانو پام ځانته واړاوه چې په بېلابېلو عمرونو کې ول او له ګناه او جرم پرته له خپلو میندو سره د زندان د میلو تر شا شپې ورځې تېروي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .