غزنی لرغونو اثارو ته موزیم جوړوي

موسی خان اکبرزاده د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption موسی خان اکبرزاده وویل، د سيمې له خلكو سره يې چې د اثارو يې په پخوا وختونو كې ترلاسه كړي وو خبرې كړي او ډېر ژر به څه د پاسه ۱۰۰۰ ټوټې نور تاريخي اثار هم تر لاسه كړي.

د غزني والي موسی خان اكبرزاده په يوه خبرې ناسته كې وويل، په دې ولایت کې ګڼ تاريخي اثار تر لاسه شوي، چې د ۲۰۱۳ كال په وياړ به یو موزیم ورته جوړ شي.

هغه وويل له اړوندو ادارو سره د گډو هڅو په پايله كې په دې وتوانېدل چې په غزني كې شاو خوا ۶۷ ټوټې اثار تر لاسه كړي.

نومړي زیاته کړه، دا اثار چې د غزني د تېر تاريخ حكايت له ځانه سره لري، له يوې لرغونې سيمې يې د ولسي وګړو په مرسته ترلاسه كړي.

ياد اثار ټول ډبرين ډوله دي، چې ډېر كلك جوړشوي.

ترلاسه شوي اثار لاسي بمونو ته ورته او ګردي دي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption څه موندې مخکې، غزني ښار کې د یوه مارکیټ جوړولو پرمهال ۱۹ ټوټې لرغوني اثار وموندل شول.

د وزن له اړخه هم ډېر درانه ښكاري، خو له بهره پكې د كوچنيو ګلونو په څېر او نورې ښكلایيزې ليكې او انځورونه ليدل كېږي.

ترلاسه شوي اثار چې خمركيو ته هم ورته دي، دننه خالي دي.

كه څه هم د غزني والي د موندل شويو اثارو د ځاى ځايګي په اړه د معلوماتو له وركولو ډډه وكړه، خو زياته يې كړه چې د اوونۍ تر پايه به ۱۰۰ دا ډول نور اثار هم تر لاسه كړي.

هغه وويل، په پام كې لري چې د غزني په ولايتي ميلمستون كې د بهرنيانو د ليدو په مقصد يو موزيم جوړ كړي، چې لږ تر لږه د غزني د لرغوني تاريخ كيسه وكړي.

هغه وويل دغه موزيم ته به تر ډېره د غزني په شاوخوا سيمه كې ترلاسه شوي اثار په خپلو پيسو واخلې او تر۲۰۱۳ كال پورې به يې په يو ه بډايه موزيم واړوي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption چارواکي وايي، چې له موندل شویو توکو پر یوه یې د سلطان مودود نوم کښل شوی.

موسی خان اکبرزاده وویل، د سيمې له خلكو سره يې چې د اثارو يې په پخوا وختونو كې ترلاسه كړي وو خبرې كړي او ډېر ژر به څه د پاسه ۱۰۰۰ ټوټې نور تاريخي اثار هم تر لاسه كړي.

كه څه هم په غزني كې پخوا د اسلامي او بودايي دورې دوه موزيمونو موجود وو، خو دا چې په كې اوس يوازې د پخوانيو اثارو ټوټي پرتې دي او داسې اثار چې خلكو ته د نندارې له پاره وړاندې شي نشته، نو چارواكي هڅۀ كوي نوى موزيم جوړ كړي.

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم په غزني كې د يوه سوداګريزماركيټ د جوړولو پرمهال د غزنويانو ددورې ۱۹ اثار چې په كې كټوې او نور توكي شامل ول، ترلاسه شوي وو چې په ځينو كې يې هم په عربي ژبه ليكنې ليدل کېږي.

چارواکي وايي چې پر يوه يې د سلطان مودود نوم كښل شوی و.

ورته مطالب