د USAID یو کارکوونکی د مالي فساد په تور ونیول شو

رایان کراکر
Image caption د امريکا سفارت چې د تورن په نيولو کې يې له لويې څارنوالۍ سره مرسته کړې ده، دا گام ستايلى او د هغه هرکلى يې کړى.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي چې تورن د امريکې د نړيوالې پرمختيايي ادارې د متبادلې پرمختیا د تصدۍ کارکونکى دى.چې د امريکايي چارواکو په مرسته د مالي درغلۍ په توگه نيول شوى.

افغان چارواکي وايي چې نيول شوى تورن به ژر محکمې ته وروپېژني.

د امريکا د متبادلې پرمختيا تصدي په افغانستان کې د کارونو ايجادولو په برخه کې فعاليت کوي.

نيول شوى کس چې افغان دى په دې تورن دى چې د يوې پلي کېدونکې پروژې په ترڅ کې يې له پلي کوونکو درې زره ډالر بډې اخیستې دي.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي چې دغه پيسې د يوه صراف له لارې د تورن بانکي حساب ته استول شوې دي.

د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري بي بي سي ته وويل چې دا قضيه به ډير ژر محکمې ته واستول شي.

نوموړي وويل چې تورن ددغې چارې منښته هم کړې ده

که محکمه دغه تورن کس پړ وخېژوي، نو د افغانستان د قوانينو له مخه به له لسو کلونو نه تر ۱۵ کلونو پورې بند تېروي.

Image caption ولسمشر حامد کرزي نژدې دوه اوونۍ مخکې يو شمېر بهرني بنسټونه د خپل هېواد په درغيلو کې ښکېل بللي وو.

د امريکا سفارت چې د تورن په نيولو کې يې له لويې څارنوالۍ سره مرسته کړې ده، دا گام ستايلى او د هغه هرکلى يې کړى.

په کابل کې د امريکا سفير رايان کراکر ويلي دا د هغو هڅو يوه بېلگه ده چې په افغانستان کې ددرغلو کسانو د پېژندگلوۍ او د هغه هېواد د مرستو د خوندي کولو په برخه کې کېږي.

ښاغلي کراکر مخکې ويلي وو چې ښايي متحده ايالتونه د تړونونو په تگلارو کې د تشو له کبله په ناقصدي ډول په فساد کې ښکېل شوي وي.

نوموړي ويلي وو چې د امريکا دفاع وزارت او ددغه هېواد نړيواله پرمختيايي اداره هڅه کوي چې دغه تشې ډکې کړي.

ولسمشر حامد کرزي نژدې دوه اوونۍ مخکې يو شمېر بهرني بنسټونه د خپل هېواد په درغيلو کې ښکېل بللي وو.

ورته مطالب