''تر یوې میاشتې د پاسپورتونو وېش بېرته پیلېږي''

محمد ایوب د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د پاسپورټ ادارې مشر مل پاسوال محمد ایوب بي بي سي ته وویل، چې حکومت د دې ګډوالو لپاره له وړاندې تیارۍ نه درلوده نو ځکه د ده په باور د پاسپورتونو له کمښت سره مخا مخ شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په راتلونکې شاوخوا یوه میاشت کې به د پاسپورټونو د نشتوالي ستونزه غوڅه کړي.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خلک شکایت کوي، چې له نژدې دریو میاشتو راهیسې د پاسپورټونو ویشنه بند شوې ده.

خو د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، تمه لري دغه ستونزه به په برتانیا کې د شاوخوا څلورلکه پاسپورټو په چاپېدو پای ته ورسېږي.

دغه اداره وايي اوسمهال محدود پاسپورټونه په واک لرې او یوازې ناروغانو، دولتي چارواکو او زده کونکو ته ورکوي.

د افغانستان د پاسپورت ریاست چارواکي وايي، د پاسپورټونو د کمښت ستونزه وروسته له هغه رامخ ته شوه، چې کله ایران په دغه هېواد کې نژدې یو میلیون افغان ګډوالوته درې میاشت وخت ورکړ، چې د ځان لپاره قانوني اسناد برابر کړي.

په ایران کې مېشت ګډوال اوس د همدې موخې لپاره هڅه کوي، چې د ځانونو لپاره افغاني پاسپورټونو تر لاسه کړي.

د پاسپورټ ادارې مشر مل پاسوال محمد ایوب بي بي سي ته وویل، چې حکومت د دې ګډوالو لپاره له وړاندې تیارۍ نه درلوده نو ځکه د ده په باور د پاسپورتونو له کمښت سره مخا مخ شوي دی.

ښاغلي محمد ایوب دارنګه وايي، چې د بیړنیو سفرونو، زده کونکو او ناروغانو لپاره محدود پاسپورټه په واک لري، خو تمه ښیې، چې دغه ستونزه به راتلونکې شاوخوا یوه میاشت کې حل شي.

ډېری خلک نیوکه کوي، چې د پاسپورټ د تر لاسه په پروسه کې رشوت اخیستل کیږي او واسطې پالل کیږي خو د پاسپورټ ادراې چارواکي دا ډول ادعاوې بې اساس ګڼي.

ځینې خلک، چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په موخه له ایران او د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته راغلي، وايي، په اوونیو او ان په میاشتو وخت یې تېر کړی دی.

ورته مطالب